1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا مهاجرو ته به د ترکيې يونان لاره بېرته پرانيستله سي؟

آژانسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ مرداد ۱۱, دوشنبه

د ترکانو له پاره په اروپايي اتحاديه کي د ويزې د آزادۍ غوښتنه د نوي لانجې لامل سوې ده. ترکيې اروپايي اتحاديې ته ګواښ کړی، چي د مهاجرو تړون به لغو کړي.

https://p.dw.com/p/1JZmM
Symbolbild Aufhebung Visumspflicht für türkische Staatsbürger
انځور: Getty Images/C. McGrath

د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ د مهاجرو په تړاو تړون د دې لامل سوی ؤ، چي اروپا ته په راتلونکو مهاجرو کي ښکاره کمښت راسي. د دغه تړون له مخي ترکيې ځان مکلف کړی ؤ چي هغه پناه غوښتونکي له يونان څخه بېرته ومني چي د دوی له لاري ورغلي وي.

د ترکيې سره اروپايي اتحاديې ژمنه کړې وه چي په هغومره شمېر پناه غوښتونکي به د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو له خوا له ترکيې څخه ومنل سي.

د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ دغه تړون هغو مهاجرو ته متوجه ؤ چي په يونان کي يې د پناه غوښتنه نه وي کړې. خو دا چي اکثريت پناه غوښتونکي يونان ته يوازي د لاري د يو مسير په توګه ګوري او غواړي له دې لاري د اروپا نورو هيوادونو ته ولاړ سي، نو زيات پناه غوښتونکي نه غواړي چي په يونان کي د پناه غوښتنه وکړي.

ډبلن تړون

د پناه د رسمي نه غوښتني يو لامل د ډبلن تړون هم بلل کيږي. د دغه تړون له مخي پناه غوښتونکي بايد په هغه اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، چې لومړی ورته رسيږي.

د دغه تړون په ړنا کي داسي يو ميکانيزم هم موجود دی، چي که يو پناه غوښتونکی له يوه اروپايي هيواد څخه بل اروپايي هيواد ته داخل سي، خو وروسته په بل اروپايي هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي، نو دغه پناه غوښتونکی بېرته هغه اروپايي هيواد ته د پناه غوښتنې له پاره لېږدول کيږي، کوم ته چي لومړی داخل سوی ؤ.

که څه چي له يونان څخه و ترکيې ته د بېرته لېږدول سوو مهاجرو شمېر ډېر زيات نه ؤ خو بيا هم له ترکيې و يونان ته په تلونکو مهاجرو کي زيات کمښت راغلی.

د ترکانو له پاره د ويزې آزادي

ترکيه وايي چي له اروپايي اتحاديې سره د مهاجرو په تړاو د تړون يو شرط دا هم ؤ چي ترکانو ته دا آزادي ورکول سي څو هغوی بېله ويزې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته سفر وکړي. خو اروپايي اتحاديې د دغه کار د عملي کېدو له پاره ترکيې ته ۷۲ شرايط ايښي دي.

اوس اروپايي اتحاديه وايي چي ترکيې ورته ايښودل سوي ټول ۷۲ شراطونه پوره کړي نه دي. په دغو شرايطو کي د ترهګرۍ په تړاو د ترکيې په قوانينو کي تعديل هم شامل دي. خو ترکيه وايي د مهاجرو په تړاو تړون د ترکانو له پاره د ويزې د آزادۍ سره مشروط دی.

ضرب الاجل

اوس د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت اروپايي اتحاديې ته ضرب الاجل ټاکلی چي که د اکتوبر تر نيمايي پوري ترکانو ته د ويزې آزادي نه ورکړل سي، نو له اروپايي اتحاديې سره به د مهاجرو په تړاو تړون نور عملي نه کړي.

د ترکيې دا ضرب الاجل په داسي حال کي اعلانيږي چي د آلمان او ترکيې تر منځ اړيکي تر فشارونو لاندي دي. په دې ترڅ کي د دواړو هيوادونو تر منځ وروستی فشار هغه وخت رامنځ ته سو، کله چي د آلمان چارواکو د آلمان په کولون ښار کي د ترکانو له خوا و مظاهرې ته د ويډيو له لاري د ترکي سياستوالو پر ويناؤ اورولو بنديز ولګاوه. ترکيې د دغي پرېکړې په غبرګون کي په ترکيه کي د جرمني دپلوماتيک استازه احضار کړ.

خو د آلمان د صدراعظمې مرستيال او د سوسيال ديموکرات ګوند رئيس زيګمار ګابريل، چي د آلمان د اقتصاد وزير هم دی، د ترکيې ضرب الاجل رد کړی دی. ګابريل ويلي: «دا خبره په ترکيه پوري مربوطه ده چي ايا د ويزې آزادي به رامنځ ته سي که نه.»

دغه آلماني سياستوال د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اګست لومړۍ نېټه) په روستونک کي دا څرګندونې وکړې. نوموړي زياته کړه: «ترکيه بايد د اروپايي اتحاديې له خوا غوښتل سوي معيارونه پوره کړي، چي ترکيه اوس في الحاله دغه شرايط نه پوره کوي.» ګابريل وويل چي «په هيڅ ډول نه بايد آلمان او اروپا ځان د اخطارونو له کبله و کار کولو ته د مجبوره کولو اجازه ورکړي.»

د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت وياند مارتين هم د دوشنبې په ورځ ويلي چي د ترکيې سره به د ويزې د آزادۍ په تړاو نوري خبري هغه وخت وسي، چي ترکيه مخکي اړين اقدامات وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.04.2016):