1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا نوي زيږيدلي مهاجر د والدينو پر دوسيه مثبت اغېز لري؟

۱۳۹۵ بهمن ۳, یکشنبه

په آلمان کې د ځينو افغان مهاجرو کورنيو، په دغه هيواد کې د اوسيدو پروخت ماشومان زيږولي دي. د بعضو دغو مهاجرو والدينو د دوسيو برخليک نه دی معلوم. ايا د ماشوم زېږېدنه ورسره دوسيه کي کومک کولای سي؟

https://p.dw.com/p/2WDsc
Neu- geborenes Baby
انځور: picture-alliance/maxppp/V. Voegtlin

په آلمان کې د ځينو افغان مهاجرو کورنيو، په دغه هيواد کې د اوسيدو پروخت ماشومان زيږولي دي. ځينې ماشومان حتی په داسې يو وخت کې دنيا ته راغلي دي، چې لا يې د مور او پلار د منلو او نه منلو برخليک نه وي معلوم. اکثره دغه شان کورنۍ د مهاجرو په کمپونو کې ژوند کوي. ځينې کورنۍ فکر کوي چې د ماشوم زيږیدل به يې د دوي د پناه غوښتنې په برخه کې مثبت رول ولري او احتمالا وبشي کړای د هغو د رد کيدو او اخراجيدو څخه مخنیوی وکړي.

شفيق بارکزي يو افغان مهاجر دی چې د يو کال راپديخوا د خپلې ميرمنې او درو ماشومانو سره په آلمان کې د پناه غوښتونکي په توګه ژوند کوي. بارکزی چې د مهاجرو په يوه کمپ کې ژوند کوي، شاوخوا پنځه مياشتي مخکې يې په کور کې يو ماشوم دنيا ته راغی. هغه دويچه ويله سره په مرکه کې وويل چې پخوا دوي هم فکر کاوه چې په آلمان کې به يې د ماشوم زيږيدل ښايي د دوي د رد کيدو امکانات ډیر کم کړي. هغه دويچه ویلې سره په مرکه کې وويل: «ما مخکې اوريدلي وو، که چيرې څوک په آلمان کې ماشوم زيږوي دغه ماشوم به آلمانی حسابيږي».

 په دې برخه کې د آلمان د قانون حکم

 د آلمان د مهاجرت اداره (BAMF) په دې اړه وايي: « د بهرنيو والدينو ماشوم په هغه صورت کې د آلمان تابعت په لاس راوړلی شي چې د ماشوم د پيدايښت پر وخت د هغه له والدين څخه يو يې (مور يا پلار)، په آلمان کې اته کاله قانوني اقامت درلودلی وي او د نامحدود (دايمي) اوسيدو له حق څخه برخمن وي».

شفيق په دې ورستيو کې د آلمان د مهاجرت ادارې لخوا د رد ځواب ترلاسه کړی دی او اوس هڅې کوي چې د اقامې دعوا وکړي. هغه وايي، د يو وکیل په ګمارلو سره، په دې لټه کې دی چې ځان دويمې مرکې ته چمتو کړي.

د شفيق په وينا د هغه مشر ماشوم چې د پنځو کلونو دی، ذهني معلوليت لري او نشي کولای خپل حرکات کنترول کړي. هغه وايي چې دوي نشي کولای يوه شيبه هم خپل معلول ماشوم په کور کې يوازې پريږدي.

 همدا شان د آلمان د مهاجرت قانون په يوه بله برخه کې په آلمان کې د دغه شان زيږيدلي ماشوم او د ورته شرایطو لرونکو والدينو په باب یې داسې حکم شوی دی: «په آلمان کې زيږيدلی ماشومان کولای شي د ۱۸ نه تر ۲۳ کلنۍ پورې خپل آلماني تابعيت وساتي او يا د خپل د والدين هيواد تابعيت ترلاسه کړي».

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان په ګډون، د مختلفو اروپايي هيوادونو په اکثرو کمپونو کې د ژوند کولو وضعيت د باردارو ميندو او ماشومانو لپاره معياري ندي. دغو کمپونو کې ميشت مهاجر کله کله له ستونزو سره مخ کيږي.

 تر دې مخکې د آلمان د ښځو او کورنيو چارو وزيرې مانوئیلا شویزيګ چې سوسيال دموګرات ګوند پورې تړاو لري، د مهاجرو په کمپونو کې د کافي امکاناتو د نشتون په اړه نارضايتي ښودلې وه. هغې ويلي وو چې په دې برخه کې بايد په ډیره دقیقه توګه پاملرنه وشي. د شويزيګ په وينا، د ۲۰۱۵ کال او اروپا ته د بې ساري مهاجرو په راتلو سره، په آلمان کې د مهاجرو اکثره کمپونه ډک شوي دي. هغې ويلې وو، چې د دغو کمپونو په سالونونو کې ښځې او نارينه يو ځای څملي او ګډو روغتيايي خدماتو څخه استفاده کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.11.2015):