1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا په افغانستان کي د عراق تاریخ تکراريږي؟

فلوريان وايګانډ / احمدولي اڅکزی۱۳۹۴ فروردین ۳۰, یکشنبه

د شنبې د ورځي د جلال آباد کي د خونړي بريد پړه پخواني داعش په غاړه اخيستې ده. دغه پېښه د افغانستان له پاره څه عواقب دلودلای سي؟ د فلوريان وايګانډ تبصره

https://p.dw.com/p/1FAdz
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د جلال آباد بريد ښيي چي پخوانی داعش چي اوس ځان ته د «اسلامي دولت» خطاب کوي په عملي توګه افغانستان ته رارسېدلی دی. که څه چي په افغانستان کي د دغې ډلې د شتون په هکله تر مخه لا آوازې خپرې وې، او حتی د افغان حکومت د دويم قطار د سياستوالو له خوا هم په دې تړاو خبري کېدې، خو د جلال آباد د بريد وروسته ولسمشر اشرف غني په اصطلاح په رسمي توګه په افغانستان کي د داعش د شتون اعلان وکړ. غني وويل چي د جلال آباد د بريد پړه چي پکښي ۳۳ انسانان ووژل سول او تر ۱۰۰ زياتو زخميان سول، پخواني داعش په غاړه اخيستې ده.

د جلال آباد د بريد وروسته اوس داسي بيري رامنځ ته سوي دي چي په افغانستان کي د عراق تاريخ تکرار نه سي. دا په داسي حال کي چي په کابل کي يو داسي کمزوره حکومت واکمن دی چي د دوو داسي ډلو جوړ سوی چي يو د بل سره مدام په لانجو اخته دي. دغه حکومت چي تقريبا نيم کال مخکي رامځ ته سو حتی تر اوسه د بشپړه کابينې په جوړولو نه دی توانېدلی.

افغانستان د پخواني داعش نوی ډګر

د نوي زېږديز کال په نوي کېدو سره د افغانستان څخه زياتره بهرني عسکر وتلي او د ايساف ماموريت هم اوس د تاريخ برخه ګرځېدلې ده. په افغانستان کي اوس يوازي د «قاطع ملاتړ» په نوم ماموريت پاته دی چي نوم يې خورا له غروره او ژمني ډک دی خو د اړتيا پر وخت خپله دغه ژمنه د پوره کولو توان نه لري. افغان عسکرو په سويل او شمال کي دوه عمليات په ښه توګه تر سره کړل خو هغوی هم د دې جوګه نه دي چي د ياغيانو څخه جګړه وګټي.

نړۍ والې ټولنې د وخت څخه تر مخه د افغانستان څخه خپل ځواکونه وايستل. هغه په دې دليل نه ولي چي خپل ماموريت يې په بريا پای ته رسولی ؤ. بلکه په دې وجه ولي چي نور يې خپل هغه ولس ته چي ورته رايي ورکوي، د دغه ماموريت د غځولو له پاره دلايل نه درلودل. د نظامي او پراختيايي مرستو د کارپوهانو له پاره دا خبره تر مخه لا روښانه وه. خو سياستوال د افغانستان وضعه تر هغه څخه ښه ابلاغوي چي په حقيقت کي ده. په عيني حال کي د افغانستان د بيا رغونې له پاره مرستي هم په تدريجي توګه د کمېدو په حال کي دي.

خو دا چي اوس په افغانستان کي پخوانی داعش يا اوسنی IS فعاله سوی زياتره وجوهات يې په سوريه او عراق پوري تړلي دي. ياده ډله په تيرو اونيو کي په سوريه او عراق کي تر سخت فشار لاندي راغلې ده. د لوېديځي نړۍ ائتلاف په دې توانېدلی چي دغه ډله د يو شمېر مهمو سيمو څخه و وتلو ته مجبوره کړي. ښايي د IS ډلې ستراتيژک کسان اوس په دې هکله فکرونه کوي چي څنګه عمل وکړي چي د خپلو ماتو څخه د خلکو پام واوړي او يو ځل بيا په رسنيو کي سرليکونه د ځان کړي. په داسي يو حالت کي د دغې ډلې له پاره افغانستان او ښايي وروسته اتوم لرونکی خو بې ثباته هيواد پاکستان د فعاليت يو ښه ډګر وي.

فلوريان وايګانډ، د پښتو دري څانګې مشر
فلوريان وايګانډ، د پښتو دري څانګې مشر

پخواني طالبان په نوې بڼه

د القاعدې په پرتله د IS ډله په واحدو خونړيو بريدونو سره ځان ته د پام را اړولو ستراتيژي پر مخ نه بيايي. بلکه دغه ډله د بشپړه سيمو د نيولو او د خپلي واکمنۍ د لمني د پراخولو هڅي کوي. ياده ډله د ايتنيکي وژنو او تکان ورکوونکو فلمونو په مرسته هم توجه ځان ته اړوي. له همدې کبله دا پوښتنه لا جوابه پاته ده چي IS د جلال آباد په بريد سره ولي داسي يو ميتود اختيار کړ، چي د ستراتيژۍ له مخي د دوی د لومړيتوب لرونکو ميتودونو څخه نه دی.

د جلال آباد د بريد پړه داسې يوې ډلې په غاړه اخيستې ده چي د دويچه وېله د معلوماتو له مخي د تحريک طالبان پاکستان څخه بېله سوې ډله ده چي وروسته يې په يوه ويډيو کي د IS د مشر ابوبکر البغدادي څخه بيعت اعلان کړی ؤ. خو دا چي د جلال آباد بريد د عراق څخه دستور سوی او که د پخواني پاکستاني طالبانو دغه ډله په خپل سر عمل کوي، دواړه امکانات يې بېرونکي دي.

د جلال آباد د بريد وروسته داسي بيري زياتي سوي دي چي را راوان دوبی به ډېر خونړی وي. طالبان به د دغې وضعې څخه ګټه پورته کړي. هغه په دې وجه چي د پاکستان د اټومي وسلو د امنيت په تړاو اندېښنه به افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه دې ته مجبوره کړي چي د سولي د خبرو اترو و مېز ته د طالبانو د راوستلو له پاره د هغوی زيات شمېر غوښتني ومني. د طالبانو د واکمنۍ دوره او د هغه وروسته ګڼ شمېر بريدونه ښايي يو اړخ ته کېښودل سي. ښايي په دې ترڅ کي نړۍ واله ټولنه هر هغه څه چي د تيرو ۱۳ کالو راهيسي يې ځان ورته ژمن باله له پامه وغورځوي لکه يو آزاد سيکولار دولت، د ښځو حقونه او زغم.