1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا ځانگړې محکمه په پر خپل وخت د دوسيو د څېړلو چاري بشپړي کړي؟

۱۳۸۹ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

د پارلماني ټاکنو د پاره د ځانگړی محکمې ريس صديق الله حقيق وايي چي کيدای سي د يوې مياشتي په ترځ کي دغه چاري بشپړي سي، او محکمه د درغليو د تثبت په صورت کي د ټاکنو د لغوه کيدو صلاحيت لري.

https://p.dw.com/p/QzA2
«د عدالت د تامين لپاره کاميابو او ناکامو کانديدانو طوازن ته په احترام د پارلمان پرانستل بايد ځنډيدلي وای.»
«د عدالت د تامين لپاره کاميابو او ناکامو کانديدانو توازون ته په احترام د پارلمان پرانستل بايد ځنډيدلي وای.»انځور: fotolia/junial enterprises

د ځانگړي محکمې ريس صديق الله حقيق د دويچه ويله المان ږغ راډیو سره په يوه ځانګړې محکمه کي دې پښتونه ته جوابونه ويلي.

دويچه ويله : اوس ځيني بريالي کانديدان د دي محکمي جوړيدل غير قانوني بولي تاسو پګښي څه واياست ؟

حقيق: دا د هغوی خپل استدلال دی هر څوک حق لري د قانون له مخه خپل نظر څرګند کړي. دغه محکمه د محاکمو د صلاحيت د 32 مادې په رڼاکي جوړه سوې ده. داچي هر چا سره په دي ارتباط ځانګړي فکر دی څوک مسولانه او څوک غير مسولانه اظهارات کوي خو تراوسه کومه ځايه چي په محکمې پوري اړه لري موږ په دې برخه کي اجرات پيل کړي دي او کوشش کوو د هيواد د قضايي سيستم په رڼآکي دوسيو ته رسيدګي وکړو.

دويچه ويله: تر اوسه پوري څومره دوسيي څيړل سوي دي او يا د يوي مياشتي په موده کي کولای سي څلورسوه دوسي حل او فصل کړي؟

حقيق: ترکومه ځايه چي دوسيي کتل شوي دي رښتني زياتي سرغړوني او درغلي په ټاکنو کي سوي دي دا چي د دي په مقابل لوري څه ځواب وايي او بيا اصل حقيقت معلوميږي چي څومره تخلفات سوي دي که نه دي دا د قضايي غوندو په رڼا کي معلوميږي تردي دمه موږ د دوسيو د موضوعاتو په خلاصه کولو او راغونډولو بوخت يو خو لګيايو په چټکۍ سره غواړو حقيقتونه معلوم کړو.

دويچه ويله : تاسو يوه مياشت وخت غوښتي دی آيا دا وخت کافي دي؟

حقيق: موږ دا خبره کړې ول چي د عدالت د تامين لپاره کاميابو او ناکامو کانديدانو توازون ته په احترام دا ايجابوي چي جمهور ريس يوه مياشت د پارلمان پرانستل وځنډوي.

خو داچي ټولي دعواي حقوقي دي او د دې کار لپاره يوه مياشت وخت کافي نه دی خو وروسته به څرګنده شي چي څه کيږي.

دويچه ويلي : تاسو د مخه ويلي وو چي محکمه د دې صلاحيت لري چي ټاکني لغوه اعلان کي ايا په دوسيو کي داسي څه خطري مسايل شته دي چي ټاکني لغوه شي؟

حقيق: موږ دا ويلي ول، که چيري دوسيې وڅيړل سي او په سلوکي د پنځوسو او شپيتو نه زياتي سرغړوني او درغلۍ تثبيت شي محکمه يي د لغوه کيدو صلاحيت لري. موږ باور لرو چي داسي به نه کيږي او خدای تعالي دي داسي حالات نه رامنځ ته کوي وبه ګورو چي په پايله کي څه پيښږي په راتلونکي پوري اړه لري.

مرکه کونکی: جمال کوټوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل