1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايا کابل بانک ريشتيا هم ډيوالي سوی؟

۱۳۸۹ شهریور ۱۰, چهارشنبه

نن په کابل کي د کابل بانک ټولو نمايندګيو ته په کتارونو خلک ولاړ و تر څو خپلي شتمني او يا پيسې څني را وباسي.

https://p.dw.com/p/P1md
د کابل په نوي ښار کي د کابل بانک مرکزي دفتر
د کابل په نوي ښار کي د کابل بانک مرکزي دفترانځور: DW/M.Jalalzai

د افغانستان د مرکزي بانک چارواکو هغه خبرونه بي بنسټه وبلل چي وايي د کابل بانک په نامه يو شخصي بانک د ډيوالي کيدو په درشل کي دی.

د واشنګټن پوست امريکايي ورځپاڼي خبر ورکړی چي کابل بانک په خپلو کورنيو او بهرنيو سوداګرو کي له زيان سره مخ سوی او له همدې امله يي د ونډو مالکينو خپله مالي وړتيا له لاسه ورکړی.

واشنګټن پوسټ ويلي چي په اوس حال کي د افغانستان مرکزي بانک د دغه خصوصي بانک ټولي چاري په خپل لاس کي اخيستي او هڅه کوي چي دغه بانک له بدنامۍ څخه وژغوري.

نن د افغانستان د مرکزي بانک ريس عبدالقدير فطرت د کابل بانک د ډيوالي کيدو خبرونه رد کړل.

فطرت وويل چي دغه بانک افغان دولت ته ډير ارزښت لري نو ځکه يي دوی تر شا ولاړ دي.

د کابل بانک د ډيوالي کيدو په اړه وروسته تر هغه ګنګوسو زور واخيست چي د مرکزي بانک مشرتابه شورا د دغه بانک دوه کليدي غړي له د ندو ګوښه کړل.

نن په کابل کي تقريباً د کابل بانک ټولو نمايندګيو ته خلک ور مات سوي ول چي خپلي پيسي ځني را وباسي.

د کابل څخه د المان ږغ راډيو خبريال وايي چي د کابل بانک په مرکزي دفتر کي چي په نوي ښار کي قوقيعت لري د بانک مشتريان په کتارونو ورته ولاړ دي تر څو خپلي پيسې د بانک څخه راوباسي.

ويل کيږي چي د کابل په دريمو او څلورومو مکرورويانو او وزير اکبر خان مېنه کي د کابل بانک نمايندګې تر وخت د مخه وتړل سوې، ځکه چي هغوی ته د مرکزي بانک څخه پيسې نه وې ور رسېدلي او د خلکو بيروبار ډير و.

د کابل بانک مخ ته د خلکو بيروبار
د کابل بانک مخ ته د خلکو بيروبارانځور: AP

د کابل بانک د مديره پلاوي مشر شيرخان فرنود او د عامل پلاوي مشر خليل فيروزي په تيرو څو ورځو کي له دندو ګوښه کړای سوي او پر ځای يي نوي کسان ټاکل سوي دي.

اوس د مرکزي بانک د مالي چارو مشر مسعود غازي د کابل بانک د ريس په توګه ټاکل سوی دی.

د افغانستان بانک ريس قدير فطرت د مسعودغازي ټاکل د بانکي سمونونو يوه برخه وبلله او زياته يي کړه چي دغه پريکړه دوې مياشتي دمخه سوې وه او يادو دوو کسانو په خپله خوښه دندي پريښي دي.

د مرکزي بانک ريس د کابل بانک د عملياتي چارو په لاس کي اخيستلو مسله رد کړه او زياته يې کړه چي دغه بانک اوس هم د ملک په ګوډ ګوډ کي خپلي چاري په خپله پر مخ بيايي.

«موږ د کابل بانک کنټرول په لاس کي نه لرو، کابل بانک خپله نوی ريس ټاکلی، او ټول غړي يې د کابل بانک غړي دي، يوازي دوو کسانو په دغه بانک کي استعفا ورکړي چي يو يي د مديره پلاوي او بل يي د عامل پلاوي مشران دي او هغه هم د مرکزي بانک د عالي شورا د پريکړي مطابق.»

اوس مهال د کابل بانک سربيره يو شمير نور خصوصي بانکونه هم په افغانستان کي فعاليت لري.

په نړۍ کي د اقتصادي بحران له راتګ سره سم داسي رپوټونه هم خپاره سوه چي کابل او عزيزي بانک ته په دوبۍ کي په ساختماني پانګونه کي سخت زيانونه اوښتي دي. خو دغه ادعا د بانکونو مشرتابه رد کړې ده.

خو د افغانستان بانک ريس ډاډمن دی چي د کابل بانک چاري په ملک کي په نورماله توګه پرمخ ځي او ګډونوال يي بايد هيڅ راز انديښنه و نه لري.

«مرکزي بانک په ټوله قوه او ټولوامکاناتو د کابل بانک تر شاه ولاړدی. زه د کابل بانک ټولو ګډون والو ته اطمينان ورکوم چي په آرام خاطر خپلو کارونو ته دوام ورکړي، کابل بانک د افغانستان يو مهم بانک دی، د افغانستان بانک او افغان دولت يي په هيڅ قيمت نه پريږدي چي متاثرسي.

د کابل بانک د ډيوالي کيدو خبرونه په داسي حال کي د مرکزي بانک د چارواکو له لوري بې اساسه بلل کيږي چي دمګړۍ د افغانانو په سلهاوو مليونه ډالر د دغه بانک په سيستم کي شامل دي.

کابل بانک له نن څخه څه باندي پينځه کاله دمخه د شيرخان فرنود په نامه يوه افغان سوداګر، او د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال فهيم د وررو حسين فهيم په ګډون د يو شمير شتمنو افغانانو له لوري جوړ او په فعاليت يي پيل وکړ.

دغه بانک په روان حال کي د افغانستان په ټولو ولايتونو کي څآنګي لري.

د طالبانو د واکمنۍ را وروسته په افغانستان کي شاوخوا ديرلسو خصوصي کورنيو او بهرنيو بانکونو په فعاليت پيل کړی.

کابل بانک او په افغانستان کي فعالو يو شمير نورو خصوصي بانکونو په ډيره کمه موده کي وکولای سول چي د افغانانو ډيري هغه شتمنۍ په خپل لوري ورماتي کړي چي په کورونو کي يې ساتلي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل