1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايبولا ځپلو سيمو ته د اروپايي ټولني مرستي

دويچه ويله/ عبدالباري حکيم۱۳۹۳ مهر ۱۶, چهارشنبه

په لوېديځه افريقا کې د ايبوبلا ناروغي د خپريدو په حال کې ده. دا لا تراوسه پوري معلومه نه ده چې دغه ساري ناروغي به څه وخت تر کنترول لاندي راوستل شي. اروپايي ټولنه غواړي چي ايبولا ځپلو سيمو ته د هوا له لاري مرستي ورسوي.

https://p.dw.com/p/1DRw7
انځور: picture-alliance/dpa/Henning Kaiser

د اروپايي ټولني کمېسيون په بروکسل کې اعلان وکړ چې سيراليون، لايبريا او گينا ته به د کابو يو ميليون يورو په ارزښت مرستي د هوا له لارې وليږدوي.

ويل شوي دي چي د بوينگ ۷۴۷ ډوله باروړنکي درې الوتکې به د جمعې په ورځ کابو سل ټنه د مرستي مواد چې په هغو کې حفاظتي جامې او درمل هم شامل دي، له امستردام څخه د سراليون پلازميني «فري تاون» ته وليږدوي.

دغه عمليات د ملگرو ملتونو د ماشومانو د مرستي ادارې، يونيسيف، له خوا رهبري کيږي. سر بيره پر دې اروپايي ټولنه غواړي چې په درو ميليونه يورو مرستو سره له ايبولا ځپلو سيمو څخه د ژغورني يو سيستم جوړ کړي، څرنگه چې د اړتيا په صورت کې په ايبولا اخته شوي د مرستې کارکونکي د ۴۸ ساعتونو په موده کې اروپايي روغتونو ته وليږدول شي.

د اروپايي ټولني د خپلو معلوماتو له مخې د نوموړې ناروغې له رامنځ ته کيدو راهيسي له ايبولا ځپلو هيوادونو سره يي د ۱۸۰ ميليونو يورو په ارزښت مرستي کړي دي.

دآلمان پوځ هم په هوايي مرستو کې برخه لري

د آلمان پوځ د تيري جمعې په ورځ ايبولا ځپلو سيمو ته د هوا له لارې خپلې مرستې پيل کړې: د آلمان د «ترانسال» ډوله الوتکې د سينيگال په پلازمينه، ډاکار څخه پنځه ټنه د مرستې توکي چې زياته برخه ېې درمل ول، د لايبريا پلازمينې «مونروويا» ته وليږدول.

د آلمان حکومت د سپتمبر مياشتي په نيمايي کي اعلان وکړ چې له فرانسې سره په گډه به ايبولا ځپلو سيمو ته د هوا له لاري مرستي ورسوي. د دغه پلان له مخې له ډاکار څخه به په پر له پسې توگه د ترانسال الوتکې لايبريا، سراليون او گينيا ته مرستي وليږدوي. په دې سره به په اونۍ کې څه د پاسه ۱۰۰ ټنه د مرستي مواد دغو سيمو ته وليږدول شي.

په ايبولا باندي څه د پاسه ۷۴۰۰ اخته کسان ثبت شوي دي

په افريقا کې د امريکا متحدو ايالاتو د کوماندويي عسکرو د ايبولا پرضد مبارزي له پاره ځان داسې چمتو کړی دی چي په لويدځه افريقا کې د هغوی پوځي عمليات يو کال دوام وکړي.

امريکايي جنرال ديويد رودريگيوز وويل: «خو د دغه ماموريت دوام په دې پوري اړه لري چې دغه ناروغي څه وخت تر کنترول لاندي راوستل کيږي. د ۳۲۰۰ پلان شوو عسکرو څخه تر اوسه پوري په لايبريا او سينيگال کې۳۵۰ تنه ځای پر ځای شوي دي.

د دغو عسکرو ډير ئې لوژستيکي او تخنيکي ماهران دي. ايبولا داسي ناروغي ده چې د وجود د مايعاتو له لاري سرايت کوي. د روغتيا د نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې تر اوسه پوري دغي ناورغۍ۳۵۰۰ انسانان وژلي دي. په گينا، لايبريا او سراليون کې د ثبت شوو ناورغانو شمير ۷۵۰۰ ته رسيږي.