1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايتاليا: د مهاجرو پر مخ دې بندرونه نه تړل کیږي

۱۳۹۶ مرداد ۱, یکشنبه

د ايتاليا صدراعظم د خپلو ګاونډيو هيوادونو هغه غوښتنه چې ايټاليا دې د مهاجرو پر مخ خپل سرحدونه بند کړي، رد کړه. روان کال کې له افريقا څخه د سمندر له لارې له سلو زرو څخه زيات مهاجر ايتاليا ته رسيدلي

https://p.dw.com/p/2h1Rx
Italien Juan Manuel Santos in Rom
انځور: Reuters/T. Gentile

د فرانسې خبري آژانس د ايتاليا د صدراعظم پائولو جينتيلوني په حواله خبر ورکوي چې د روم حکومت د مهاجرت کړکيچ په تړاو د ګاونډيو هيوادونو «ګواښونه» رد کړي دي. ګڼو اروپايي هيوادونو ويلي دي چې د دغې لويې وچې د ژغورنې لپاره بايد ايټاليا ته د راتلونکو مهاجرو مخنيوی وشي.

د ايتاليا صدراعظم پائولو جينتيلوني په خپل يوه تازه بيان کې ويلي دي چې ايتاليا دمهاجرت کړکيچ سره په تړاو خپل مسئوليتونه ادا کوي او له نورو ګاونډيو هيوادونو څخه يې هم وغوښتل چې په دې برخه کې خپله موثره ونډه واخلي.

تر دې مخکې ګاونډيو هيوادونو پر ايتاليا فشارونه وارد کړي تر څو له افريقا څخه د مديترانې سمندرګي له لارې د ايتاليا ټاپوګانو ته د راتلونکو مهاجرو پر وړاندې خپل بندرونه او پولې وتړي.

د اتريش حکومت تيره اوونۍ ايتاليا ته خبرداری ورکړ که چيرې د مهاجرو پر مخ خپلې سمندري لارې نه بندوي په هغه صورت کې به د ويانا پوځ په سيمه کې ځای پرځای شي.

روم د دغې خبرې په غبرګون کې د اتريش سفير احضار کړ او د موضوع په تړاو يې احتجاج هم وکړ.

هنګري، اتريش، پولند، سلواکيا، د چيک جمهوريت او منځنې اروپا ځينې هيوادونه وايي چې دغه مهاجر چې يو ځل د شينګن سيمې يو هيواد ته داخل شي بيا کولای شي د دغې سيمې ټولو هيوادونو ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د روان کال له پيله تر جولای مياشتې پورې د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې، لږ تر لږه ۱۰۰ زره افريقايي مهاجر ايتالوي ټاپوګانو ته رسيدلي دي. په دې موده کې نژدې ۲۳۰۰ مهاجر اوبو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په روان کال کې اروپا ته د رسيدلو مهاجرو له ډلې څخه ۸۵ سلنه يې په ايتاليا کې ميشت دي، چې اکثره يې د جګړه ځپلي هيواد سوريې اوسيدونکي دي.

ايتاليا له نورو اروپايي هيوادونه څخه هم غواړي چې دغو مهاجرو ته د رسيدګۍ په برخه کې ونډه واخلي. ايتاليا په دې برخه کې په ځانګړې توګه پر هنګري، پولند او چیک جمهوريت غږ کوي کوم چې په ښکاره توګه مهاجرو ته د پناه له ورکړې ډډه کوي.

ياد هيوادونه، د مسلمان مهاجرو څخه د خپل« اروپايي دود او کلچر» په برخه کې د خطر احساس کوي. د هنګري صدراعظم وکتور اوربان په خپل يوه تازه بيان کې ويلي دي چې هغه « نوې ګډه اسلامي» اروپا نه غواړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (23.08.2015):