1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايتلافي ځواکونو په کندهار کي د ملکي کسانو وژل ومنل

۱۳۸۷ آبان ۱۹, یکشنبه

د تيري دوشنبې په ورځ ناوخته د کندهار په شا ولي کوټ ولسوالۍ کي د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په یوه هوايي بريد کي يو زيات شمير ولسي وګړي ووژل سول

https://p.dw.com/p/FqCB
د هوايي بمباريو قربانيان د کندهار ميرويس ورغتون ته د روړلو پر مهال
د هوايي بمباريو قربانيان د کندهار ميرويس ورغتون ته د روړلو پر مهالانځور: AP

له پيښي څخه وروسته ايتلافي قواو وويل: چي له ښورښيانو سره په نښتو کي، طالبانو ولسي وګړو ته اجازه ور نه کړه چي له سيمي څخه ووزي. خو په دې هکله چي آيا په شاولي کوټ کي د ولسي وګړو په منځ کي مرګ ژوبله پيښه سوې ده که نه، ايتلافي ځواک څه نه دي ويلي. له پيښي څخه څه ناڅه يوه اونۍ وروسته يوه افغان پلوټونکي پلاوي ويلي دي چي د متحده اایلاتو په هوايي ببماريو کي 37 ولسي وګړي وژل سوي دي.

د فرانس پريس آژانس ليکي، د افغانستان يوې پلټني د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ په يوه هوايي حمله کي د تيري اونۍ په پيل کي د 37 ولسي وګړو د وژل کيدل تاييد کړي دي. په کندهار کي حکومتي چارواکو د جمعې په ورځ وويل چي په شاه اولي کوټ کي پر شکمنو طالب جنګياليو باندي د حملې په ترڅ کي د واده مراسم هم ويشتل سوي دي. د دغه حکومتي پلټونکي پلاوي په رپوټ کي ويل سوي دي چي د تيري دوشنبې ناوختي د څو ساعتونو نښتو سره د يوه واده 37 ميلمانه او 26 طالب جنګيالي وژل سوي دي.

په رپوټ کي زياته سوې چي 26 طالبان او 31 ولسي نور وګړي ټپيان سوي دي. طالبانو خپل ټپيان له سيمي څخه ايستلي دي. د امريکا متحده ايالاتو پوځ هم يو پلټنه پيل کړې ده چي پايلي يې نن معلومي سوې او هغوی هم د ولسي وګړو مرګ ژوبله منلې ده.

د کندهار د ولايتي شورا رييس احمد ولي کرزي د آلمان ږغ راډیو خبريال ته په يوه ټيلفوني اړيکه کي د تيري پنجشنبې په ورځ د ولسي وګړو د مرګ ژوبلو خبره تصديق کړه او طالب جنګيالي يي د هغو لامل وګڼل:«موضوع داسي وه چي په دغه ځاي کي يو کلي دي ، د وچ باغتو په نامه چي د غره په لمن کي پروت دي، د دې پر سر طالبانو خزې جوړي کړي وې، منطقه يي نيولي ده، هلته يي ځنځير اچولي، نو دا قوتونه پر هغه طرف روان ؤ، چي په دغه ځاي کي پر امريکايانو يو مين انفجار وکړ، کلي ته نژدي پر دوي باندي فيرونه وسول، دلته جنګ پيل سوو، بيا طياري راغلي او بمبار يې وکړه، هلته په کلي کي واده ؤ. زه شفاخاني ته ورغلم، 28 تنه زخميان شوي چي په هغو کي ښځي او ماشومان شامل دي، د شهيدانو شميره نه ده معلومه، ضد او نقيض شميرې ښودلي کيږي.»

د شاه ولي کوټ له پيښي څخه دوې ورځي وروسته، د افغانستان جمهور رييس، حامد کرزي هم غبرګون ښکاره او د حملي د قربانيانو له کورنيو سره يي خواخوږي څرګنده کړه. د هغه د مطبوعاتي دفتر د وينا له مخه کرزي د چهار شنبي په ورځ په بادغيس کي هم د 7 تنو ولسي وګړو د وژل کيدو له امله د هغوی کورنيو ته خپله خواخوږي ښکاره کړه. ويل سوي دي چي دغه 7 کسان هم د متحده ايالاتو تر مشري لاندي په يوي هوايي حملي کي وژل سوي دي.

د ڼاتو د سرتيرو له حملو سره د ولسي وګړو مرګ ژوبلو ته په کابل کي ګوت نيوني تندي کړی دی. که څه هم د امريکا تر قوماندي لاندي سر تيري ژمنه کوي چي هغوي هڅه کوي د ښورښيانو ضد حملو کي له پوره دقت څخه کار واخلي. هغوي وايي چي طالبان او د هغوي ملاتړ کونکي له ولسي وګړو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي.