1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران:په افغانستان کي د نشه يي موادو د ډيريدو عامل بهرنيو عسکر دي

۱۳۸۹ مهر ۱, پنجشنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر موتکي د ملگرو ملتونو د جرمنو او نشه يي موادو د ادارې له مدير يوري فيدوتيف سره په کتنه کي ويلي دي چي دا بايد معلومه سه چي ددې توليد تر شا څوک ولاړ دي.

https://p.dw.com/p/PKEi
د ملگرو ملتونو د ۲۰۱۰ کال د راپور له مخه د نړۍ په سلو کي ۹۰٪ ترياک په افغانستان کي توليديږي.
د ملگرو ملتونو د ۲۰۱۰ کال د راپور له مخه د نړۍ په سلو کي ۹۰٪ ترياک په افغانستان کي توليديږي.انځور: AP

موتکي ويلي دي« په افغانستان کي د نشه يي موادو د توليدو د ډيريدو يوازنی عامل په هغه هيواد کي د بهرنيو ځواکونو شتون دی.»

د ايران د بهرنيو چارو د وزير په خبره« هغه هيوادونه چي په دې وروستۍ لسيزه کي په افغانستان کي فعال دي، بايد د نشه يي موادو د توليد د ډيريدو مسؤليت په غاړه واخلي. دا بايد معلومه سي چي ددې تر شا څوک ولاړ دي.»

موتکي وويل چي، د ايران حکومت د نشه يي موادو د توليد او کاروبار پر ضد د عمل کولو گامونه پورته کړي دي.

د هغه په خبره ايران تيار دی چي په دې لاره کي د ملگرو ملتونو د نشه يي موادو پرضد د ادارې سره خپلي همکارۍ پراخي کړي.

په ملگرو ملتونو کي د نشه يي موادو سره د مبارزې د ادارې مشر فیدوتيف د خپلي خوا د ايران د حکومت دغه اقدامات چي د نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کي يې کوي وستايل.

هغه دغه راز د موتکي هغه وړانديز ته هم هرکلی ووايه، چي وايي د تروريز او نشه يي موادو تر منځ د اړيکو په اړه بايد سمينارونه را وبلل سي.

د ملگرو ملتونو د ۲۰۱۰ کال د راپور له مخه د نړۍ په سلو کي ۹۰٪ ترياک په افغانستان کي توليديږي.

انترفکس: نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم