1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران افغانستان ته د سونگ موادو پر ليږدولو بنديز لگولی دی

۱۳۸۹ دی ۵, یکشنبه

د څو ورځو راهيسي ايران د افغانستان سرحد ته نژدې په سلگونه ټانگران درلوي او افغانستان ته د تيريدو اجازه نه ورکوي. د هغوی په خبره دا ځکه چي دغه د سونگ مواد بهرنیو ځواکونوته وړل کيږي.

https://p.dw.com/p/QkFF
دولتي مامورين وايي په بازارونوکي د سون د توکو نرخونه ډير لوړ سوي دي.
دولتي مامورين وايي په بازارونوکي د سون د توکو نرخونه ډير لوړ سوي دي.انځور: AP

هرات ته نږدې د ايران په سرحدي پوله کي لاهم شاوخوا ۲۰۰۰ ټانکرونه افغانستان ته د تيريدو په تمه ولاړ دي.

دغه ټانکرونه ايران ۱۵ورځي دمخه په دې توردرولي چي، ګواکي افغانستان کي ميشت امر يکايي ځواکونوته تيل وړي.

د ستونزي د حل لپآره د افغانستان د سوداګريزۍ وزير انورالحق احدي ايران ته تللي او هلته يې د شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي ايران د تيلو ټانکرونه ته د تلواجازه ورکړه.

خوپه هرات کي د ګمرک ريس خليق الله خليق دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل چي لاهم مشکل پر خپل حال پاته دی.

خليق زياته کړه ايران د ترانزيت سوداګري جنس د دريدو حق نه لري دغه ګام يي د نړيواله سوداګرۍ د اصولو خلاف دی.

د ژمي په دغه ساړه موسم کي د ايران له لوري د سون د موادو بندښت د غرب زون ټولو ولاياتو لکه هرات، فراه او نيمروزکي خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. دولتي مامورين وايي په بازارونوکي د سون د توکو نرخونه ډير لوړ سوي دي.

د هرات ښار د تيلو د يو پلورنځی خاوند دويچه ويله المان ږغ راډيو ته وويل د تيلو ليټر مخکي په ۴۰ ولي اوس ۵۲ افغانيو ته لوړ سوی دی. هغه د ايران دغه کار ناسم وباله هيله يي لرله چي افغان دولت به د ستونزي د حل اقدام وکړي.

له بله پلوه د سون د توکو د يو سود اګري شرکت مشر د اسلام قلعه بندرڅخه په ټليفون سره ويلي چي، له دې امله چي ټانکرونه يې په کرايه نيولي د ورځي يونيم سل زره امريکايي ډالره خساره د موټرو چلونکي ځني اخلي. ده هم له ستونږي په شکايت د اړونده ادارې پاملرنه وغوږښته.

دغه راز د نيمروز امنيه قوماندان جنرال عبدالجبارپردلي ويلي چي هلته د تيلو بيه ۴۰سلنه اوچته سوې.

افغان سيمه ايزو چارواکو ويلي دي چي د ايران د بهرنيو چارو وزارت په زريعه خبري پيل کړي او د تيرو۴ورځوراهيسي د ورځي لږترلږه ۶ټانکره تيل راپريږدي. خوددغه هيواد د خلکواړتيا حداقل دورځي ۱۰۰ټانکره تيل دي.