1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران افغانستان ته د نفتو نل ليکه غځوي

۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه

د ايران د نفتو وزارت چارواکي وايي، له افغان چارواکو سره داسي موافقې ته رسېدلي دي، چي له مخي ئې دغه هيواد ته د نفتي موادو د صادرولو له پاره نل ليکه غځول کيږي.

https://p.dw.com/p/16e0s
انځور: picture-alliance/dpa

د ايران د نفتو وزارت مرستيال علی رضا ضيغمي په تهران کي ويلي دي، چي يو ايرانی پلاوی به په کابل کي له افغان چارواکو سره دغه هيواد ته د نفتو د نل ليکي د غځولو پر پلان باندي خبري وکړي.

هغه ويلي دي:«د دغه نل ليکي په غځولو سره به د انرژۍ په برخه کي د افغانستان اړتيا پوره سي.»

هغه زياته کړې ده، چي ډير ژر به يو ايرانی پلاوی کابل ته سفر وکړي او د دغه پروژې د جزئياتو په اړه به له افغان چارواکو سره خبري وکړي.

د ايران يوه تلويزيوني کانال «پرس تي وي» ويلي دي، چي د تير کال د دسمبر په مياشت کي د ايران د نفتو وزارت د افغانستان له کانو او صنايعو وزارت سره داسي يو سند لاسليک کړ، چي له مخي به ئې له کاله يو ميليون ټنه نفتي مواد افغانستان ته صادروي.

د دغي موافقې له مخي به ايران خپل ختيځ گاونډي هيواد ته بنزين، ډيزل او د الوتکو د سونگ مواد صادروي.

دا په داسي حال کي ده، چي د افغانستان د سوداگرۍ وزارت چارواکو څو ورځي مخکي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي ايران افغانستان ته د۵۰ ډوله بېلابېلو سوداگريزو موادو پر صادراتو باندي بنديز لگولی دئ.

د سوداګرۍ وزارت ویاند وحید غازي خیل، وویل چې ایران د لوېدیځو هیوادونو د بندیزونو له کبله په خپل کورني مارکیټ کي له ستونزو سره مخامخ دی او په دې خاطر چي په خپلو مارکیټونو کي د موادو له کمښت سره مخامخ نه سي، افغانستان ته ئې د۵۰ ډوله بېلابېلو سوداګريزو موادو پر صادراتو باندي بندیز لګولی دئ.

په هغو موادو کي چي ايران ئې افغانستان ته پر صادراتو باندي بنديز لگولی دئ، خوراکي، پتروشیمي او پلاستیکي مواد شامل دي. پر دې سربیره د فابریکو له پاره اومه مواد او پترول هم د هغو موادو په نوم لړ کي دي چي ایران ئې افغانستان ته پر صادراتو باندي بندیز لګولی دئ.

د ايران له خوا د دغه موادو پر صادراتو باندي له بنديز لگولو سره سم د افغانستان په بازارونو کي د ايراني موادو بيي ډيري لوړي سوي دي.

د کابل د منډی یوه هټیوال دويچه ويله ته وويل:«ایراني اجناس چي مخکي راتلل اوس ئې بیه لوړه شوې ده، په هر هغه شي کي چي بیه ئې زر افغانۍ وه دوه سوه افغانۍ زیات والی راغلی دئ، او که چیري له ایران سره سوداګري په ټپه ودریږي له پاکستان سره زموږ سوداګري زور اخلي او خامخا پاکستان د خپلو موادو بيي لوړوي.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش