1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران، امريکا او اسرائيل ته گواښ کړی

۱۳۹۰ تیر ۷, سه‌شنبه

ايراني چارواکي وايي چي، روسي متخصيصونو ته يي هغه امريکايي بې پيلوټه الوتکي ښودلي، چي ايراني پوځيانو د دغه هيواد په فضا کي ويشتلي وې.

https://p.dw.com/p/11kiN
ايران: «داسي راکيټونه لرو چي په افغانستان کي امريکايي او په اسرائيلو کي هدفونه په نښه کړي»
ايران: «داسي راکيټونه لرو چي په افغانستان کي امريکايي او په اسرائيلو کي هدفونه په نښه کړي»انځور: Irna

دIRNA خبري آژانس د ايران د پوځ د يو پياوړي چارواکي، اميرعلي حاجي زاده، په حواله ويلي چي، روسيې د ايران څخه غوښتي ؤ ترڅو د دغه هيواد متخصيصونو ته د امريکايي بي پيلوته الوتکو د ليدلو اجازه ورکړي.

دغه خبري آژانس زياته کړې چي روسي متخصصانو امريکايي او ايراني بې پيلوته الوتکي له نږدي ليدلي او څيړلي دي.

امير علي حاجي زاده د امريکايي بې پيلوټه الوتکي د ډول په اړه ډير معلومات نه دي ورکړي او نه يې دا خبره روښانه کړي چې دغه الوتکي کله د ايراني ځواکونو لخوا را و غورځول سوې.

ايران د روان کال د جنورۍ د مياشتي پر دوهمي نيټې اعلان وکړ چي ايراني ځواکونو، امريکايي بې پيلوټه الوتکي د ايران فضا ته د راننوتلو وروسته ويشتلي دي.

ايراني چارواکو همداراز زياته کړې ؤ چي دغه الوتکي به وروسته د عامو خلکو د ننداري له پاره هم کيږدي.

په هغه وخت کي ايراني چارواکو دا خبره کړې ؤ، چي را غورځول سوي الوتکي د امريکا د پرمختللو الوتکو له ډلي څخه دي.

دغه خبره چي ايراني ځواکونو دي د امريکا بي پيلوټه الوتکي ويشتلي وي، د واشنټن لخوا نه ده تائيد سوې.

متحده ايالات په بهرين کي پوځي اډه لري او له همدغه ځايه په سيمه کي د بې پيلوټه الوتکو په واسطه پوځي فعاليتونه څاري، او د عراق، افغانستان او پاکستان په څير هيوادونو کي عمليات تر سره کوي.

په وروستيو کي ايران ځيني بې پيلوټه الوتکي ننداري ته ايښي. ايراني چارواکي وايي چي دوي دغه الوتکي د نوي تکنالوژۍ څخه د کار په اخسيتلو جوړي کړي دي.

متحده ايالاتو د دې موضوع په اړه چي ايران بې پيلوټه الوتکي په اختيار کي لري خپله انديښنه څرکنده کړې ده.

خو ښايي د ايران لخوا د بې بيلوټه الوتکو درلودل يوازنۍ موضوع نه وي چي متحده ايالات يې انديښمن کړي. ځکه چي ايران د سه شنبې په ورځ اعلان وکړچي داسي راکټونه په اختيار کي لري چي کولای سي په افغانستان کي امريکايي پوځي اډي او همدا راز د اسراييلو تر واک لاندي سيمي په نښه کړي.

د ايران د پوځ يو چارواکي، امير علي حاجي زاده، ويلي چي ايراني راکټونه داسي جوړ سوي چي د امريکايان او د هغوی اسرائيلي ملګري په نښه کړي.

ايران په وروستيو کي د يو لړ پوځي مانورنو په لړ کي د شهاب 3، راکټ وازمايه. دغه راکت کولای سي چي تر 2000 کيلومترو پوره هدوفونه په نښه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل