1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او اروپايي ټولنه بيا خبرې اترې پيلوي

۱۳۸۶ فروردین ۳۱, جمعه

د ايران د اتومي پروگرام په اړه ايران د اروپايي ټولنې له استازو سره د خبرو اترو د تر سره کولو پرېکړه کړې ده. د ايرنا خبري اژانس راپور ورکوي چې نوموړې غونډه به د راتلونکې چارشنبې په ورځ پيل ‍شي.

https://p.dw.com/p/DKEf
د اتوم نړيوالې ادارې د ايران د ايروانيمو د بډاينې چارې تائيد کړې دي
د اتوم نړيوالې ادارې د ايران د ايروانيمو د بډاينې چارې تائيد کړې ديانځور: Montage AP/DW
د ايران استازي علي لاريجاني او د اروپايي اتحاديې مشر دپلومات خاوير سولانا د ټيلفون د لارې دغه نېټه ټاکلې وه. د اتوم نړيوالې ادارې د پنځ شنبې په ورځ د ايران د ايروانيمو د شتمن کولو يا بډاينې چارې تائيد کړې وې. د ملگرو ملتونو دغې ادارې د هغه رپوټ پر بنياد دغه خبره کړې ده چې څېړونکي او پلټونکي يې په لړ کې ايران ته استولي وو. ويل کېږي چې د ايران د نتانس په اتومي بټۍ کې 1300 سنتريفوژ لگول شوي دي.