1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او اسراييل، له پټي همکارۍ تر ښکاره دښمنۍ

۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبه

ايران د هغو هيوادونو له جملې څخه لومړي هيواد وو، چي په ۱۹۴۸کي ئې د اسراييلو نوی تاسيس سوی دولت په رسميت وپيژندئ. د محمد رضا پهلوي په وخت کي، اسراييلو په ايران کي يوه دايمي نمايندګي درلوده.

https://p.dw.com/p/139qg
آيت خميني« اسراييل کوچنی شيطان دئ، چي د لوی شيطان امريکا سره، يو ځای شوی دئ.»
آيت خميني« اسراييل کوچنی شيطان دئ، چي د لوی شيطان امريکا سره، يو ځای شوی دئ.»

که څه هم دغه پيژندل په ديپلو ماتيکه توګه ترسره نه شول، خو د محمد رضا پهلوي د حاکميت پر مهال، اسراييلو په ايران کي يوه دايمي نمايندګي درلوده چي د يوه سفارت په کچه يي فعاليتونه تر سره کول.

د عراقي يهوديانو د کډوالۍ له پاره د ايران مرستي، پټه نظامي همکاري، او اسراييلو ته د تيلو ليږل د دغو همکاريو مهمي برخي جوړولې.

د رسنيو ځيني رپوټونه چي نه دي تاييد سوي، دا په ډاګه کوي، چي په ۱۹۷۵ کال کي ايران په ګډو تسليحاتي پروژو کي د ۱،۲ميلياردو ډالرو په انډول پانګه اچونه کړې چي په ايران کي د مرميو د جوړولو يوه فابريکه او په ګډه د يو منځني واټن ويشتونکي توغندي جوړول په دې پروژه کي شامل ول.

ايران اسراييلو ته د تيلو رسونکي

د عربو او اسراييلو تر منځ د شپږ ورځني مشهورو جګړو څخه وروسته د سويس کانل وتړل شو. د تيلو د ليږدولو تانکرونو بايد د فارس خليج څخه تر اروپا پوري اوږده او د لګښت څخه ډکه لاره د افريقا د وچي ګرد چاپيره وهلي واي.

هماغه وو، چي د ايران او اسراييلو يو ګډ شرکت د اسراييلو په دننه کي د سره سمندرګي د «ايلات» له بندري ښار څخه د مديترانې تر بندري ښار«اشکلون» پوري يو نل ليکه وغځوله چي هغه وخت به ايراني ټانکرونو د اسراييلو په جنوب کي خپل تيل کښته کول.

د دغو تيلو يوه برخه د اسراييلو د اړتيا له امله په پام کي نيول سوې وه او نوره لويه برخه ئې د اشکلون په بندر کي بيرته په بار وړونکو بيړيو کي باريدل. د اټکلونو له مخي د ۱۹۶۹م کال څخه تر ۱۹۷۹م کال پوري نزدې ۵۴ميلونه ټنه تيل د همدې پايپ لاين له لاري انتقال سول.

مخکني دوستان په دښمنانو واوښتل

تهران په ۱۹۷۹م کال کي د اسلامي انقلاب مشر آيت الله خميني په مشرۍ د اسراييلو سره لفظي شخړه پيل کړه، خميني به ويل:

« اسراييل کوچنی شيطان دئ، چي د لوی شيطان امريکا سره، يو ځای شوی دئ.» د ايران د رسمي ژبي له کتابونو څخه د يهودانو د دولت نوم ليري کړل شو.

د ايران اسلامي جمهوريت، اسراييل د سرطان د يوې دانې په نامه ياد کړل او د هغو پر ضد ئې مبارزه د خپل خارجي سياست د اساسي اصولو يوه برخه وګرځوله.

دا په داسي حال کي ده چي ايران د ۱۹۸۰م کال څخه تر ۱۹۸۸م کال پوري د خليج په لومړۍ جګړه کي، چي د عراق پر ضد وه، له اسراييلو څخه ډيري وسلې ترلاسه کړې.

ويل کيږي، چي ديرش کاله وروسته په ۲۰۰۹م کال کي د اسراييلو او ايران استازو په قاهره کي د سيمي پر اټومي سياست باندي د خبرو اترو له پاره يو له بل سره وليدل، خو تهران سمدلاسه دغه رپوټ رد کړ.

په ۲۰۰۵م کال کي په ايران کي د ولسمشر په توګه د محمود احمدي نژاد د راڅرګنديدو وروسته د اسراييلو په وړاندي د ايران په لهجه کي نور هم تند والی راغلی. احمدي نژاد د تير کال د اګست په مياشت کي په يوه مرکه کي د يهودانو د هولو کاست پيښه ( د نازي آلمان د انسان وژني په کمپونو کي د يهوديانو ډله ييزه وژنه) دروغ وګڼله او د اسراييلو په اړه ئې وويل « دا صيهونستي مجسمه (اسراييل) بايد له منځه ولاړ شي.»

اټکل کيږي چي په اسراييل کي ۳۰۰زره ايراني نسبه يهودان اوسيږي. د هغوی له جملې څخه يو تن د اسراييلو پخوانی ولسمشر، موشي کتساف، دئ.

تر ۱۹۷۹م کاله پوري په ايران کي کابو۱۰۰زره يهودانو ژوند کاوه. له ايران څخه د يهودانو د څو ځله کډه کيدو او تېښتي وروسته اټکل کيږي چي دغه شمېر اوس ۳۰زره تنو ته راټيټ سوی دئ.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل