1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او افغانستان تجارتي اسانتياوي رامنځته کوي

اسماعيل شاکر/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۲۵, چهارشنبه

افغانستان او ایران هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د مځکي له لاري په لیږد رالیږد کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/17dab
انځور: DW

په همدې موخه د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د فبرورۍ ۱۳) په کابل کې د افغانستان د ترانسپورت وزارت د مرستيال جارالله منصوري او د ایران د لارو او ښار جوړوني مرستیال وزیر شهریار افندي زاده ترمنځ یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.

ښاغلی منصوري په دې اړوند جوړ شوو مراسمو ته وویل چې د دغه هوکړه لیک په لاسلیکیدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحد ستونزي ډیري راکمې شي.

"زموږ د غونډو وروستۍ موخه همدا وه چې، مودې رالنډي او لګښتونه راکم کړو، دغه راز د مالکینو او موټرچلونکو له پاره د ویزې په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ اسانتیاوې رامنځته شي."

ښاغلی منصوري زیاتوي چې تردې وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر پولو د ستونزو څېړلو په موخه په هرو ۲ میاشتو کې د کارپوهانو غونډه جوړیږي.

د دغه پريکړه لیک په یوه برخه کې راغلي دي، چي دواړه هیوادونه د افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او ایران ترمنځ د مځکي له لاري د لېږد رالېږد هرکلی هم کوي.

دغه راز، دې غونډې ته د ایران د لارو او ښار جوړونې مرستیال وزیر شهر یار افندي زاده وویل: د دغه پوهاوی لیک له مخې په لیږد رالیږد کې لګښت کمیږي او همدارنګه نور به په پولو کې باروړنکي لارۍ هم زیات وخت تم نه شي.

"ټینګار وشو چې موږ پر سرحد پرتې ستونزي د کارپوهانو او مرستیال وزیرانو په کچه له نیږدې وڅېړو، ترڅو دا ستونزي هواري شي او موږ په چټکۍ سره وکولای شو چې تردې وروسته په پولو کې بار وړونکي موټر زیات ونه دریږي."

سره له دې چې افغانستان او ایران دواړه د سیمه ییز اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکو غړیتوب لري خو کله نا کله ایران د افغان سوداګرو مالونو ته له هغه هیواد څخه د لیږد اجازه نه ورکوي او یا یې د اوږدې مودې له پاره دروي.

افغان سوداګر ورته ستونزه له پاکستان سره هم لري چې هغه هیواد هم د ایکو او سارک اقتصادي همکاریو سازمانونو غړیتوب لري چې افغانستان یې هم غړی دی.