1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او افغانستان د برېښنا د پراختيا تړون لاسلیک کړ

محمد اسماعيل شاکر/کابل۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبه

افغانستان او ایران د برېښنا د پراختیا په برخه کې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې په لویدیځو ولایتونو هرات، فراه او نيمروز کې د بریښنا ظرفیت لوړ شي.

https://p.dw.com/p/17Slr
Afghanistan Stromnetzwerk in Kabul

دغه تړون د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د جنورۍ ۲۸) د دواړو هېوادونو د برېښنا د وزېرانو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر اسماعیل خان په دې اړوند جوړي شوې خبري غونډې ته وویل، چي د بریښنا په برخه کې د همکاریو د دغه تړون پر بنسټ به په هرات، نیمروز او فراه ولایتونو کې برېښنايي اړتیاوې پوره شي:

«نیمروز چې۱۰ میگاواټه برېښنا یې درلوده اوس یې اندازه ۲۴ میگاواټه ته ورسیده او هرات چې۹۰ میگاواټه برېښنا لرله اوس به یې اندازه ۱۴۰میگاواټه ته لوړه شي چې په دې سره به په دواړو ولایتونو کې د برېښنا د کموالي ستونزي رفع شي.»

د اوبو او انرژۍ وزیر زیاتوي چې فراه ولایت ته هم د برېښنا غځوني شبکې ټولي چارې بشپړې شوي دي او ډیر ژر به د دې پروژې د ډیزاین او سروې په موخه له دواړو ولایتونو څخه تخینکي پلاوي سیمې ته ولاړ شي.

په کندهار کي د دهلې بند
په کندهار کي د دهلې بندانځور: DW/Aslami

اسماعیل دا هم وویل چې د هېواد په کچه پر ۷ لویو او وړو برېښنا بندونو هم کار روان دی چې په بشپړیدو سره به یې په هېواد کې برېښنايي ستونزې تریوه حده پوري راکمي شي.

په همدې حال کې د ایران د انرژی وزیر مجید نامجو هم د دې تړون لاسلیک په افغانستان کې د برېښنا د پراختیا له پاره خورا گټور وباله او ژمنه یې وکړه چې هېواد یې په افغانستان کې د ودانیزو پروژو د تطبیق په برخه کې هر ډول مرستو ته چمتو دی.

خو هغه په افغانستان کې د دغه ډول پروژو د تطبیق په لاره کې امنیت تر ټولو ستر خنډ بولي: «په افغانستان کې زموږ د ودانیزو کارونو پر وړاندي ستره ستونزه امنیت دی، یو وخت چې په افغانستان کې امنیت ټینگ شي نو ليري نه ده چې دغه هېواد به هم په بیړه سره ودان شي.»

سره له دې چې ایران په افغانستان کې په لاسوهنه تورن دی او ویل کیږي چې کله نا کله پر پوله افغان سوداگرو ته خنډونه هم جوړوي خو افغان چارواکې وايي چې د برېښنا په برخه کې یې مرستې اغیزمني دي.

افغانستان د ایران ترڅنگ له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه هم برېښنا واردوي چې د اوبو برېښنا وزیر وايي تر ټولو قیمته برېښنا يې له ازبکستان څخه وارده کړې ده.

د هغه په وینا دغه هېواد یو کیلوواټ برېښنا په ۷ سینټه پلورې په داسې حال کې چې د نورو هېوادو د برېښنا د یوه کیلوواټه بیه ۳ سینټه ده.

که څه هم په افغانستان کې د اوبو د برېښنا بندونو جوړولو طبعي شرایط برابر دي، خو لا هم اړوند چارواکي برېښنا له گاونډیو هېوادونو څخه رانیسي، چې د ډيرو په آند دغه وارادتي برېښنا له یوې خوا د برېښنا د کورنیو سرچینو د رغولو مخنیوی کوي له بله اړخه ډاډمنه هم نه ده.