1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران او په افغانستان کې د نشه يي ټوکو سره مبارزه

۱۳۸۸ فروردین ۲۵, سه‌شنبه

ايران ښايي افغانستان ته د دی وړاندیز کړی وی چی د نشه يی توکو په ضد په مبارزه کی به له دغه هيواده سره مرسته کوی، خو څنګه چی د ايران د امنيتي ځواکونه مشر ويلی دی،

https://p.dw.com/p/HWgv
په کابل کې د ايران او افغانستان جمهور ريسان: احمدی نزاد او کرزی
په کابل کې د ايران او افغانستان جمهور ريسان: احمدی نزاد او کرزیانځور: AP

ايرانیانو په افغانستان کی دنشه يی توکو په ضد د مبارزي په موضوع کي د ناتو سره هيڅ ډول تماس ندی نیولی.

د افغانستان په هکله په هغه نړیوال کنفرانس کی چي د مارچ د میاشتې په 31 نيته دهالند په پلازمينه دنهاګ کی د امریکی په ابتکار او د ملګرو ملتونو تر مشر تابه لاندي جوړ شوی و، په هغه کی د ايران د حکومت استاذي هم ګډون درلود. او په همدغه کنفرانس کی ښايی دا موضوع مطرح شوې وی چی ايران به وشی کړای دنشه يی توکو په ضد دمبارزی دپاره دافغاني پوليسو په روزنه کی مرسته وکړی. دغه کنفرانس ته دايران دحکومت داستاذی بلنه دامریکی د متحده ایالتونو دنوي حکومت دهغه ابتکار په چوکاټ و چي دافاننستان دپاره په یوه نوی ستراتيژې طرحه کی بايد ګاونډی هیوادونه په تيره بيا پاکستان او ایران هم دهنوکش په لمنه کی پروت هیواد افغانستان کی دسولی او ثبات په لاره کی خپله ونده ترسره کړی . او د افغانستان په هکله ددنهاګ په نړیوال کنفرانس کی دامریکی دمتحده ایالتونو استاذی ، دبهرنيو چارو وزیري هلري کلینتون دغه کنفرانس ته دايران بلنه دايران په مقابل کی ددی دهیواد دیوه ښه نيت په توګه توجي کړي.

دافغانستان، امريکا او ايران بيرغونه
دافغانستان، امريکا او ايران بيرغونهانځور: AP / Montage DW

که څه هم چي د ایران او دامریکی دمتحده ایالتوننو ترمنځ ډیپلوماسی اړیکی له دريو لسیزو څخه را پدیخوا شلیدلې او امریکايا ن لاتراوسه هم په ايرانیانو باندی بدګومانه دی چی دوی داتومی انرژی څخه دسوله ایزو اهدافو دپاره دګټی اخيستلو په پلمه غواړي په پټه سره اتومي سلاوی جوړی کړی ، خو د دغه ټولو اختلافونو سره سره بياهم کار پوهان په دی عقیده دی چی هم ايران او دامریکی متحده ايالتونه غواړی په افغانستان کی سوله او ثبات راشی او په دغه هیواد کی دنشه يی توکو دتوليد او دسوداګری مخنوي وشی.

خو کله چي په يوه مطبوعاتی کنفرانس کی دايران دامنیتي ځواکونو د قواماندان اسمعيل احمدی مقدم څخه دا پو ښتنه کیږي چی آيا دا تصور کيداي شي چی د نشه يی توکو دقاچاقو په ضد په مبارزه کی ايرانیان او ناتو سره ګډ کار وکړی، په ځواب کی وايی چی:

« مونږ له ناتو سره په دی موضوع باندی خبری ندی کړی او مونږ يواځی د افغانستان حکومت په رسميت پیزنو. مونږ له بهرنيو ځواکونو سره کومه زمنه نه کو »

په تير کال کې نوموړي ناتو ته ددی پيغور کړی و چی دوی په افغانستان کی دنشه يی توکو په ضد په مبارزه کی دیو لړ سمبو ليکو عملیات څخه پرته نور کوم اغيزه من اقدام نه کوي . او افغانستان نن و رځ په نړی کی دنشه يی توکو ستر توليد کونکی او صادر کونکی هیواد بلل کیږی.

ايران چي له افغانستان سره د 900 کيلو مترو په اندازه ګډي پولی لری ، له دغی لاری څخه ډیر زیات نشه يی توکی په قاچاقی ډول سره ايرا ن او بيا له ایرانه څخه بهر نورو هیوادونو ته وړل کيږی . پخپله په ايران کی لږ تر لږه دوه ملیونه وګړی په نشه يی مواد و معتاد دی.

دايران ددولت مشر محمود احمدي نژادويلی دی چی دده یواد کولای شی دافغانستان دسرحدي پوليسو په روزنه کی له دغه هیواده سره مرسته وکړی . احمدی نژاد وايی چي په افغانستان کی به دسولی او ثبات په راتلو سره په دغه هيواد کی دنشه يی توکو دکرلو او د قاچاقو به هم مخنوی وشي .

ځنګه چي د ايران د امنیتی ځواکونو قوماندان احمدی مقدم وايی دهمدی روان ميلادی کال دمارچ دمياشتي د20 راهيسي چي دايران نوی کال پيل شوی دی ، دافغانستان له لاري ايران ته په قاچاقی ډول سره دنشه يی توکو دريمه برخه ، چي دريو زرو ته رسیږی ، ضبط شوی او په دغه موده کی 14 تنه ايراني پوليس دقاچقبرو سره په جګړو کي وژل شوی دی. او د 1979 ميلادی کال راهيسي دنشه يی توکو دقاچاقبرو سره په جګړو کی 3600 ايرانی امنیتی مامورين تلف شوی.

په هغه کلني رپوټ کی چی د ملګرو ملتونو دټولنۍ له خوا په 2008 ميلادی کال کی په نړی کي د نشه يی توکود توليد په هکله خپور شوی، ويل شوی دی چی دافغانستان په هغه پنځو ولايتونو وکی ، چيرته چی طالبان زیات نفوذ لری ، د کوکنارو کرل د 2005 او 2007 کلونو ترمنځ د نړی د نورو سیمو په پرتله دوه چنده شويدی.


فضلی
کتونکی: يحيی وردک