1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: تر بل هر وخت زيات کسان ټاکنو ته کانديد دي

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۵, شنبه

د ايران پارلماني ټاکنې د فرورۍ په مياشت کي تر سره کېدونکي دي. د دې واري د دغو ټاکنو له پاره په غېر عادي ډول زياتو کسانو ځانونه کانديد کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HTwu
انځور: Isna

دومره ډیر کسان غواړي د ايران د پارلماني انتخاباتو لپاره ځانونه کاندید کړي ، چي پخوا یې هیڅ وخت ساری نه درلود. څارونکي د دومره ډیرو کسانو د کاندیدیدو اصلي دلیل هغه نوی سیاسي اټوموسفیر په گوته کوي ، کوم چي دولمشر حسن روحاني تر مشری لاندي رامنځته سوی دی.

څه ناڅه ۱۲۰۰۰ کاندیدانو د ۲۰۱۶ م کال د فبروری میاشتي د۲۶ پارلماني انتخاباتو ته ځانونه ثبت کړي دي. دا د۲۰۱۲ م کال تر انتخاباتو تر دوه برابره لا هم زیات دي. هغه وخت تقریبأ ۵۰۰۰ کسانو د ولسي جرگې یا مجلس شورأ لپاره ځانونه کاندیدکړي ول. په ۱۱۰۰ کاندیدانو سره د ښځینه کاندیدانو شمیر تر څلور کاله دمخه په نسبت ان درې برابره سوی دی. د کاندیدانو د ثبتیدلوو مهلت نن شپه پای ته رسیږي.

څارونکي د ۲۰۱۳ م کال په اگست میاشت کي د جمهوررييس حسن روحاني تر مشری لاندی تغیر سوې سیاسي فضأ د پارلماني چوکیانو سره دعلاقه مندی دډیریدو علت بولي. ولسي جرگه په تیرو درو دورو کي د محافظه کارانو او سخت دریځو په لاس کي وه. کارپوهان په دې عقیده دي ، چي د سږکال جولای په نیمايی کي د ایران او لویدیځ تر منځ د اټومي تړون فیصله کیدل په دې کي رول ادأ کولای سي، چی په پارلمان کي معتدله او اصلاح غوښتونکي قواوي غښتلي او د هغو په گټه وڅرخي.

تر اټومي تړون وروسته سیاسي ازموینه

دایران او لویدیځ تر منځ اټومي تړون ته په کتلو سره دراتلونکي فبروری میاشتي ټاکني د ۲۰۱۷ م کال د جمهورري ریاست انتخاباتو لپاره هم یو امتحان دی. د نړیوالو بحرانونو د مرکز ایرانی څیړونکی علي ویس له DW سره په مرکه کي وویل ، چي «که روحاني او د هغه متحدین په پارلمان کي لاس بري سي ، نو هغوی به بیا یو ډیر ښه دریځ ولري ، چي دنورو قواوو څخه هم وغواړی ، ددوی اجنډواوي او پروگرامونه پر مخ بوزي. خو که د هغه برعکس پیښه سي او معتدلي قواوي لږ چوکیاني پلاس راوړي ، نو روحاني به د خپل ولسمشری په پای کي د سیاسي لحاظه شل او د بیا انتخابیدلو چانس به یې ډیر لږ وي. »