1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران: د امريکې تورونه رد کړل

۱۳۸۶ تیر ۱۲, سه‌شنبه

د ايران حکومت د امريکې دا تورونه رد کړي چې گواکي ددوي يوه ځانگړې نظامي قطعه عراقي تندلاري روزي په وسلو يي سمبالوي او عراق ته يي استوي.

https://p.dw.com/p/DKDu
امريکا ايران د عراق په کورنيو چاروکې په لاس وهنه تورنوي
امريکا ايران د عراق په کورنيو چاروکې په لاس وهنه تورنويانځور: AP Graphics
په تهران کي يوه حکومتي وياند د امريکې دا تورونه د خندا وړ بللي دي چې وايي ايران د عراق اسلامي توند لاري ډلي روزي او په وسلويې سمبالوي.
له بله پلوه د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياند شين مک کورمک يو ځل بيا د امريکې پر ادعا ټنگار کړی.
دوي وايي چې د ايران د شيعه انقلابي گارد يوه ځانگړې قطعه، عراقي يا غيانو ته تعليم او تربيه ورکوي او عراق ته يې د امريکايي ځواکونو پرضد جگړې ته استوي.