1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د انترنيت سانسور نور هم پراخوي

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۵, جمعه

ایران یو ځل بیا پر انټرنيټ باندې د کنترول په برخه کې سختوالی راوستی دی. په ظاهري توګه د انټرنیټ پولیس په دې توانیدلي چې د VPN جال ته د غیر رسمي شخصي اړیکو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/17ygx
Programmier – Wettbewerb in Teheran. Quelle: MEHR +++Nur im Zusammenhang mit der Bildergalerie KW 8 Iran zu verwenden.+++
Bildergalerie KW 8 Iran Wettbewerbانځور: MEHR

د ایران د انټرنیټ د پولیسو نوي فعالیتونه پیل شوي دي. له ډیري مودې راهیسې د ایران مشرتابه په دې هڅه کې دی چې د «حلال انټرنیټ» د پلي کیدو له پاره یو سیستم رامنځ ته کړي او د فعاله بلاګرانو انټرنیټ ته د غیر قانوني ورتګ مخه ونيسي کړي.

په ظاهري توګه داسې ښکاري چې اوس په ایران کېVirtuelles Privates Netzwerk یا اوڅاریز ځاني جال ته لاس رسی بند شوی دی. یا په بله اصطلاح د VPN سره د غیر قانوني اړیکو ټینګول بند شوي دي.

خو د هغه چا له پاره نه چې قانوني دولتي اجازه یې تر لاسه کړې وي. له دغه ډاډمنې اړیکي څخه د ایران دولتي ادارې او سوداګر ډیره استفاده کوي، خو دغه څه د سانسور ادراې تر کنترول لاندې وي.

هغه ادارې چې په ایران کې د انټرنیټ خدمات وړاندي کوي ډیری بهرنۍ انټرنیټ پاڼې یې بندې کړې دي، چې پر نورو سربیره پکې د فیس بوک ټولنیزه پاڼه هم شامله ده. دغه انټرنیټ پاڼې د «غیراخلاقي» او یا «انقلاب ضد» پاڼو په توګه درجه بندي کیږي.

د VPN اړین سافټ ویر چې بندو شوو شبکو ته د لاس رسي او یا د بلاګونو تر منځ د خبرونو د شریکویلو له پاره ترې ګټه اخیستل کیده، ایراني انټرنیټ کاروونکو په اسنۍ لاس رسی ورته لاره، خو اوس په ظاهري په لومړي ځل د دې کار مخه هم ونیوله شوه.

دوې ورځي وروسته له هغه چې د ایران رسنیو د نوو اقداماتو په اړه راپورونه خپاره کړل، د دویچه ویله فارسې څانګه د خپلي انټرنیټ پاڼې د کتونکو د کموالي شاهده ده. د بي بي سي د فارسي څانګه هم له دغسې تحولاتو سره مخامخ شوې ده.

«نوي لاري ښایې وموندل شي»

د محمود تجلي مهر، په نوم د معلوماتي تکنالوژۍ یو ایرانی کارپوه چې په آلمان کې ژوند کوي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «لکه سړی چې ځان په یوه کلا کې تصور کړي، چې تر اوسه یې د ټولو پر وړاندي دروازې پرانیستې وې. په راتلونکي وخت به کې یوازې (قانوني) دروازې خلاصي وي چې د دولت تر کنترول لاندې وي.» هغه په انټرنیټي شبکه کې د انټرنیټ د کاروونکو د شمیر کموالی یوه موقتي پدیده بولي. هغه په دې نظر دی چې بلاګ لیکونکي او انټرنیټ کارکوونکي ښایي ډیر ځل د حل لاره پیدا کړي.

د دویچه فارسې څانګې د معلوماتي تکنالوژې د چارو کارپوه احسان نوروزي بیا په ایران کې د انټرنیټ کارونکو پر وړاندې وضعیت ته په بدبینۍ سره ګوري. هغه په دې آند دی چې په ایران کې به سیاسي مشران د ولسمشریزو ټاکنو تر تر سره کیدو پورې چې د روان کال د جون په میاشت کې تر سره کیږي، هڅه وکړي چې په ټوله کې انټرنیټ څومره چې ممکنه وي په سختې سره کنترول کړي.

له بلي خوا هغه د انټرنیټ لا محدودو امکاناتو ته اشاره کوي او د محمود تجلي مهر په څیر ډاډمن دی، چې په ایران کې به د انټرنیټ کار کوونکي اوس یا وروسته یو ډاډمن الترناتیف یا بدیل پیدا کړي.