1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران د سوريې په کنفرانس کي ګډون کوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۳۰, دوشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سوريې د کړکېچ د حل له پاره د ژنيو دوهم کنفرانس ته ايران ور بللی دی. بله خوا بیا د سوريې د دولت مخالفانو ګواښ کړی دی چي په هغه صورت کي که ايران پکښې ګډون وکړي دوی به دغه کنفرانس تحريم کړي.

https://p.dw.com/p/1AtZq
انځور: Reuters

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، په نيويارک کي ويلي دي چي ايران ته له هغه وروسته بلنليک ولېږل سو، چي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د کنفرانس ملاتړ اعلان کړ.

بان کي مون وويل چي په تيرو څو ورځو کي يې د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره خبري کړي دي او باور لري چي تهران د ژنيو د لومړي کنفرانس د پايلامو چي په ۲۰۱۳ کال کي ترسره سوی وو ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: «ښاغلی ظريف او زه هم نظره وو چي د دغو خبرو اترو موخه، د يوه انتقالي دولت چي دواړو اړخونو ته د منلو وړ وي جوړول دي، ځکه نو د ايران د بهرنیو چارو وزير ژمن سو چي ايران په مونترو کي يو رغنده او مثبت نقش ولوبوي.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په خبره، هغه پريکړه کړې ده چي د کوربه په توګه ايران دغه کنفرانس ته راوبلي: «ايران بايد د سيمي د يوه مهم هيواد په توګه په دغه کنفرانس کي ګډون ولري.» بان کي مون زیاته کړه چي تمه کيږي ايران به ډېر ژر د هغه بلني ته جواب ووايي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مونانځور: imago/Xinhua

بې له ايرانه د ژنيو دوهم کنفرانس ته ۹ نورو هيوادونو ته هم د ګډون بلنه ورکړه سوې ده. هالند، جنوبي کوريا، بحرين، استراليا، مکسيکو، يونان، بلجيم، لوکزامبورګ او واتيکان هغه هيوادونه دي چي تازه په دغه کنفرانس کي د ګډون بلنه ورکړه سوې ده. د دې ترمخه ۳۰ هيوادونو ته بلنليکونه لېږل سوي ول.

د رواني جنورۍ مياشتي پر ۲۲ نېټه د سويس په مونترو کي د وربلل سوو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه ترسره کيږي. تر دې دوې ورځي وروسته يعنی پر ۲۴ نېټه چي د جمعې ورځ کيږي، د سوريې د دولت استازي او د هغوی د يو شمېر مخالفو ډلو استازي به چي په کنفرانس کي يې ګډون کړی دی يو له بل سره خبري وکړي.

د مخالفانو له خوا د کنفرانس د تحريم ګواښ

د سوريې د سولي کنفرانس ته د ايران د ور بللو له اعلان سره سم، د سوريې د دولت مخالفانو اعلان کړی دی چي دغو خبرو اترو ته به حاضر نه سي، مګر دا چي د ايران بلنه بيرته ځنی واخيستل سي.

د سوريې د اپوزيسيون د يوې اصلي ډلي «د سوريې ملي ايتلاف» چي په تبعيد کي ده يوه وياند لوی صافی، د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۲۰) د تويتر له لاري ويلي دي چي د ايران د حضور په صورت کي به دغه ډله د ژنيو په دوهم کنفرانس کي ګډون نه وکړي. د سوريې ملي ايتلاف د بشارالاسد رژيم يو تر ټولو ستره مخالفه ډله بلل کيږي. دغي ډلي د شنبې په ورځ د ژنيو په کنفرانس کي د ګډون کولو اعلان کړی وو.

د ايران له بلني سره د امريکا مشروطه موافقه

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياندي جن پساکي، ويلي ايران په هغه صورت کي کولای سي په دغه کنفرانس کي ګډون وکړي چي د ژنيو د لومړي کنفرانس د پريکړو ملاتړ وکړي. د ژنيو په لومړي کنفرانس کي د بشرالاسد د ليري کولو وړانديز سوی وو.

د هغې په خبره که ايران علني او په بشپړه توګه د ژنيو د لومړي کنفرانس پايلامې ونه مني، بلنه يې بايد بيرته ځني واخيستل سي.

د دې خبرو په غبرګون کي د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي دي چي هيواد يې ليواله دی چي په دغه کنفرانس کي حضور ولري. خو په هغه کي د ګډون له پاره به هيڅ شرط و نه مني او په دغه کنفرانس کي د ګډون له پاره به هلي ځلي هم و نه کړي.