ايران د نړيوالي ټولني غوښتني رد کړي دي
۱۳۹۱ فروردین ۲۱, دوشنبهاعلان
په دغه اوونۍ کښي د ايران د اټومي پروګرام پرسر د نړيوالي ټولني له خوا د معاملې د شروع کيدو دمخه، ددواړو خواوو دريځونه نور هم سخت سوي دي.
د ايران چارواکو د يورانيمو د غني کولو د بنديدو او تر مځکي لاندي اټومي دستګاه- فوردو- د تړلو غوښتني رد کړي دي. د ايران د اټومي انرژۍ مسئول، عباس ويلي دي چي دغه ډول غوښتني عاقلانه او د منلو نه دي.
د ايران، ملګرو ملتو د امنيت شورا د پنځو دايمي غړو هيوادونو او جرمني تر منځ خبري د راتلونکې شنبې په ورځ، په استانبول کښي شروع کيږي. د ايران پر حکومت تور لګول کيږي چي د اټومي انرژۍ د پروګرام تر نامه لاندي په پټه، اټومي وسلې جوړوي، خو ايران دغه تورونه ردوي.