1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران :د وژل سوو کسانو سره د غمشيريکۍ په خاطر يو لوی مارش

۱۳۸۸ خرداد ۲۹, جمعه

آيت اله علي خامنيي نن د جمعې د لمانځه په خطبه کښي د تېري جمعې د ورځي انتخابات پر ځای وبلل ،او محمود احمدي نژاد يې د ايران دبېرته انتخاب سوي جمهوررييس په حيث يادکړی ...

https://p.dw.com/p/IUiR
آيت اله علي خامنيي نن د تهران د پوهنتون په جامع کي د جمعې لمونځ ورکۍانځور: picture alliance / landov

مړو ته دعاکول په ايران کې يو لرغونی دستور دئ ،چه د پنجشنبې په ماښام تر سره سو . مخالف مشر مير حسين مسوي له خپلو پلويانو څخه غوښتي وه ، چې جوماتونو او صلحيزه مظاهرو ته په ورتگ سره، وژل شوو مظاهره کوونکو ته دعا وکوي . د خبريال بهمن د رپوټونو له مخې په لسهاوو زره مظاهره کوونکي پرون پنجشنبه راوتلي وو.

بهمن وايی ،«موږ له دوو ساعتونو راهيسې د امام خميني له ډگر څخه د فردوسي ډگر ته پر لاره يو، چه لا نه يو وررسېدلي . زه اټکل کوم چې د فردوسي پر سړک به په زرگونو مظاهره کوونکي راټول شوي وي . مگر باور نه کېدونکې چپه چپتيا ده . اکثره کسانو توري جامې آغوستي او يا تور سر بندونه يې تړلي دي .»

د جرمني د برلين په ښار کښي هم د ايران د انتخاباتو له کبله مظاهرې
د جرمني د برلين په ښار کښي هم د ايران د انتخاباتو له کبله مظاهرېانځور: AP

مخالف لوري د خپلو پلويانو څخه غوښتي دي، مظاهرو ته په ډېره آرامه او نه پاروونکې ډول سره دوام ورکړي . د دوشنبې په ورځ په ورته مظاهرو کې لږترلږه 7 تنه انسانان له منځه ولاړل . اوس مظاهرچيان کوشش کوي، حکومتي ځواک راونه پاروي .

بيا هم بهمن:«ما تر اوسه پوري پوليس او يا امنيتي ځواکونه نه دي ليدلي . مگر يو زيات شمېر امبولانس موټرونه . دوی دسړکونو پر غاړو ولاړ او دې ته چمتو دي، چې لومړنۍ مرستې وکوي . »

مسوي د چهارشنبې په ورځ د جون په 17 نېټه په يوه سروازي ليک کې د ټولو نيول شوو مظاهره کوونکو آزادول او د صلحيزه مظاهرو په وړاندې له زورزياتي څخه ډډه کول وغوښتل . د مظاهرو په ترځ کې فعالين، د کومو په ډله کې چې گڼ شمېر ژورنالستان، مدافع وکيلان، محصلان او مخالفان شامل وو، ونيول شول . پخواني مشر محمد خاتمي هم دا ليک لاسليک کړی دئ . مسوي او خاتمي دواړو د ايران د ناقراره حالاتو په باب اندېښنې ښکاره کړې دي .

بهمن رپوټ ورکوي چې پر پلاکاټونو ليکلي وه : انتخابات بايد باطل اعلان شي . او يا دا چې، پر ټاکنو باندي غور کوم مفهوم نه لري . په انتخاباتو کې غلطۍ شوي دي . موږ پر اداري څانگو باندي اعتماد نه لرو.»

د مسوي ملاتړو څرگنده کړې، چې د ټاکنو له باطلولو وروسته اصلي غوښتنې هر چا ته ښکاره دي او نه ښايي په وار وار تکرار شي .

د چهارشنبې په ورځ هم په لسهاوو زره مظاهره کوونکي، ځينې د مخالف لوري په رنگ شنو جامو او ځينې تورو جامو کې د تهران کوڅو او سرکونو ته راوتلي وه .

د يوه 22 کلن مظاهره کوونکي محسن نومي له قوله، دا په داسې حال کې چې د ايران او جنوبي کوريا تر منځ د فټبال يوه مهمه لوبه هم په تلويزيون کې چلېده .

محسن په ډاگه کوي،«زه نه پوهيږم له کوم ځای نه، مگر د لوبې په نيمايي تفريح کې خلک د هر لوري څخه راغلل . په مظارو کې اکثر لويان ليدل کيږي . دا کار اوس بدل شوی دی . زه له يوې اونۍ راهيسې ورسره يم، له تېرې چهارشنبې راهيسې تر نن پورې . مخکي مظاهره کوونکي په سلو کې 90 برخي له څلويښت کلنو څخه لوړ وو، او اوس له هر قشر او نسل څخه کسان ليدل کيږي .»

نن خلک د انقلابي مشر آيت اله علي خامنيي په انتطار وو، چې په تهران کې يې د جمعې لمونځ ورکاوه او غوښتل يې د انتخابات په اړوند وغږيږي .

د وروستي رارسېدلي خبر له مخي، آيت اله علي خامنيي د تهران په پوهنتون کې د جمعې لمونځ ورکړی او په خپله خطبه کې يې د تېرې جمعې د ورځي انتخابات پر ځای بللي او محمود احمدي نژاد يې د ايران د بېرته غوره شوې اولسمشر په توگه يادکړی . ده مخالف مشر مسوي هم يو هېواد دوست کس ياد کړی او زياته کړې يې ده، چې ټولو کانديدانو په انتخاباتي مبارزو کې آزاد لاس درلود، هر يوه د هېواد په گټه کار کاوه . توپير يوازي د دوی په پروگرامونو کې وو، له کومو څخه چې غربيانو بل څه جوړکړيدي .

دا هم ويل شوي، چې مظاهره کوونکي د ايران د خلکو له اکثريت څخه استازيتوب نه کوي . خامنيي خلک آرامۍ ته رابللي او ويلي يې دي، چې لويديزوال د اسلامي جمهوريت پر ضد سياسي مبارزه کوي . د جمعې په لمانځه کې احمدي نژاد هم برخه درلوده او مخالف لوري نن د اخلال نه کولو له کبله مظاهرې نه درلودي، خو د شنبې ورځې ته بيا مظاهرې راغوښتل شوي دي .

د يوه بل خبر له قوله، د نوبل د صلحې جايزې وړونکې ايرانۍ شيرين عبادي هم د نوو انتخاباتو غوښتنه کړې ده . د مجاهدين خلق ډلې په مظاهرو کې د وژل شوو شمېر 43 تنه بللی، خو دا خبره کومي رسمي سرچينې نه ده تائيد کړې .

نوریم/عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري