1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايران د کډوالو د شړلو پروسه چټکه کړې ده»

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه

افغان چارواکي وايي، چي ايران يووار بيا د افغان کډوالو د را شړلو پروسه چټکه کړې ده. خو پاکستان بيا په خپل هيواد کي د درو نورو کلونو له پاره د مهاجرو کارتونه تمديد کړي دي.(انځور له ارشيف نه)

https://p.dw.com/p/16ANN
انځور: FARS

ايران يووار بيا د افغان کډوالو په را شړلو پيل کړی دئ. افغان سميه ييز چارواکي وايي، چي ايران د مهاجرت نړيوال قانون تر پښو لاندي کړی دئ او کډوال په وهلو ډبولو له خپل هيواد څخه باسي.

له ايران سره په سرحد کي د اسلام کلا په سرحدي سيمه کي په ډلو ډلو افغانان د ايراني پوليسو له خوا را شړل شوي دي او اوس حيران پاته دي، چي کومي خوا ته ولاړ شي.

دغه افغانان چي له ځينو سره ئې د کورنۍ غړي هم سره دي له ورايه داسي ښکاري چي ډير ربړول سوي دي، د دوی کالي څيري څيري دي او ځيني ئې لڅي پښې دي.

په اسلام کلا کي د دويچه ويله پښتو ويبپاڼي خبريال وايي، چي حتي ښځي او ماشومان له سرپرست پرته تر سرحد را اړول شوي دي او کورونه ئې هلته همدغسي له سامانونو ډک پاته دي.

اسلام کلا چي تر يوحده نظامي سرحد ته پاته کيږي مامورين ئې د ځينو اصولو له مخي له رسنيو سره خبري نه کوي. په دغه سرحد کي د دولت يوه مامور د نوم د نه اخيستلو په شرط دويچه ويله ته وويل:

«پخوا به ايرانيانو د سهار له خوا کډوال افغانستان ته را اړول، خو اوس ئې وخت بدل کړی دئ او دا کار د ماسپښين له خوا کوي. زه فکر کوم چي دا کار ئې د رسنيو څخه د پټېدو په خاطر کړی دئ. له دغو کډوالو سره سخت ظلم شوی وي.»

په ايران کي افغان کډوال
په ايران کي افغان کډوالانځور: FARS

د دويچه ويله خبريال يوه ورځ تر ماځيګره د کډوالو له بېلابېلو ډلو سره خبري وکړې او په دوی کي داسي کسان هم ول، چي په ايران کي ئې شل کاله تير کړي ول او پر ټولو قانوني اسنادو سربيره ئې هم را شړلي ول.

د هرات د کډوالو چارو رئيس حميد الله خطيبي د مهاجرو شکايتونه مني او وايي، چي ايران د مهاجرت له نړيوالو قوانينو څخه څرگنده سرغړونه کوي. هغه وايي، ددې سرغړونو مثالونه د خلکو وهل ډبول، د شتمنيو لوټول، او پر کورونو باندي ناڅاپي چاپې وهل دي.

د خطيبي په خبره، په دې وروستۍ يوه مياشت کي ايران د ورځي نزدې نهه نيم سوه افغانان په زور را اړوي، چي لږ تر لږه سل تنه ئې د مهاجرت قانوني اسناد هم په لاس کي لري.

خو پاکستان بيا برعکس د افغان کډوالو د مهاجرت کارتونه د ۳ نورو کلونو له پاره تمديد کړي دي.

د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۶) د افغانستان د کډوالو چارو وزير جواهرانوري، په کابل کي خبريالانو ته وويل، چي په ترکيه کي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې او پاکستان د استازي په ګډون درې اړخيزه غونډه کي، پاکستان د سيمي وضعيت ته په کتلو سره افغان کډوالو ته په هغه هيواد کي د درو نورو کلونو له پاره د پاتېدو اجازه ورکړه.

انوري زياته کړه، چي په دغه تړون کي پاکستان دا هم ومنله چي هغه څوک به هم په زور له خپلي خاوري و نه شړي، چي په غير قانوني ډول له افغانستان څخه ور اوښتي وي.

د ناتائيد شوو راپورونو له مخي اوس هم په ايران کي نزدې يو ميليون قانوني او يو نيم ميليون غيرقانوني افغان کډوال ژوند کوي.
ويل کيږي، چي په پاکستان کي هم نزدې ۲ ميليونه قانوني او غير قانوني کډوال ژوند کوي.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل