1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ايران سيميز قوت جوړېدل غواړي»

احمدولي اڅکزی / کېرسټن کنيپ۱۳۹۴ فروردین ۱, شنبه

د ايران د اټومي پروګرام پر سر په سويس کي خبري اتري ادامه لري. لوېديځ او ايران غواړي چي د مارچ تر آخر پوري د يو تړون چوکاټ جوړ کړي. خو د سيمي د ګاونډي هيوادونو تحفظات ښايي بيا هم پر ځای پاته سي.

https://p.dw.com/p/1Eux4
انځور: ISNA

د سويس په هيواد کي ايران، آلمان او د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پنځو قوتونو تر منځ خبري اتري ادامه لري. د يادو هيوادونو مرکچيان غواړي چي د دغو خبرو اترو په مرسته د رواني مياشتي تر پای پوري د ايران د اټومي پروګرام په تړاو د تړون پر يو چوکاټ جوړ جاړي ته سره ورسيږي.

لوېديځ پر ايران باندي تور لګوي چي د ملکي اټومي پروګرام تر عنوان لاندي په اصل کي هڅه کوي چي اټومي وسلې جوړ کړي. له همدې کبله لوېديځ د څو کالو راهيسي پر ايران يو شمېر بنديزونه لګولي دي. ايران د لوېديځ دغه تور ردوي او وايي چي په ملکي ډګر کي د اټومي انرژۍ څخه کار اخيستنه يې حق دی. دواړه اړخونه غواړي چي ددغې لانجې د هوارولو له پاره يو تړون وکړي. لوېديځ غواړي چي د داسي يو تړون په مټ د ايران څخه ضمانت تر لاسه کړي چي اټومي وسلې به نه جوړوي. برعکس ايران بيا غواړي چي ورباندي لګول سوي بنديزونه ليري کړل سي.

په داسي حال کي چي د سويس په خبرو اترو کي دخيل يو شمېر دیپلوماتان وايي چي بعضي موضوعات لا ناحله پاته دي. بعضي نور بيا خوشبينه دي چي د تړون په تړاو به توافق رامنځ ته سي. خو پوښتنه دا ده چي ايا ددغه تړون په مرسته به د سيمي د نورو هيوادونو تحفظات جواب سي که څنګه.

په نژدې ختيځ کي د ايران فعاليتونه

ايران په سيمه کي داسي فعاليتونه لري چي نړۍ وال او ګاونډيان يې اندېښمن کړي دي. بعضي ګاونډي هيوادونه دغه فعاليتونو داسي تعبيروي چي ايران ګواکي په نژدې ختيځ کي د يو لوی قدرت په توګه راپورته کېدل غواړي.

د ايران په سويل کی اټومي دستګا
د ايران په سويل کی اټومي دستګاانځور: Atta Kenare/AFP/Getty Images

ايران د بېلګي په توګه د زيات وخت راهيسي په سوريه کي فعاليت لري. د ايران د سپاه پاسداران قواوي په سوريه کي د اسد د رژيم په ملاتړ جنګيږي. ايران د حزب الله ډلې هغو وسله والو سره هم اقتصادي مرستي کوي چي په سوريه کي د رژيم په ملاتړ جګړه کوي.

زياتي نخښي نښانې داسي سته چي ايران په عراق کي هم په جګړه بوخت دی. د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د روان مېلادي کال د مياشتي په سر کي وويل چي « د عراق پر خاوره ايراني قواوي» نسته. خو هغه دا هم وويل چي ايران په غېرمستقيمه توګه په عراق کي د «اسلامي دولت» نومي وسله والې ډلې پر ضد په جنګ کي ولاړ دی. د نوموړي په وينا خو ايران عراق ته مشاورين استولي دي چي د حکومت او پوځ څخه ملاتړ وکړي. د ايران د فارس خبري آژانس د خبر له مخي جنرال قاسم سليماني، چي د ايران د قدس نظامي واحدونو قومندان دی، د عراق د پوځ مشري کوي.

د ګاونډيانو اندېښنې

په تيرو کالو کي د سيمي په هيوادونو کي دا بيره زياته سوې ده چي ايران د شعيه مذهب له پاره د خپل سياست له کبله د نفوذ زياتولو په تلاښ کي دی. په رشتيا هم ايران د سوريې د ولسمشر بشارالاسد او د لبنان د حزب الله ډلې ملاتړ کوي. ايران په يمن کي هم د حوثي مليشو سره کومک کوي. شعيه مذهبو حوثي مليشو څو اونۍ تر مخه د يمن پلازمېنه صنعا او د دغه هيواد يو شمېر سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي دي او په نړۍ واله توګه په رسميت پېژندل سوی حکومت يې له کاره ليري کړی دی.

حسن روحاني او نوري الماليکي
حسن روحاني او نوري الماليکيانځور: picture-alliance/dpa

ښايي په سوريه او يمن کي د شعيه مذهبو قوتونو په ملاتړ سره ايران غواړي چي هغوی واک ته ورسوي. خو بيا دا پوښتنه رامنځ ته کيږي چي د دغو سيمو سُني مذهبه به څه ډول غبرګون وښيي. په عراق کي د نوري الماليکي هغه سياست چي سُني مذهبه يې منزوي کړي ول، د دې باعث سو چي «اسلامي دولت» غوندي يوه ډله یې په غبرګون کي راپيدا سي.

عربي هيوادونه او په زياته بيا سعودي عربستان د ايران د اټومي پروګرام په تړاو د ممکنه تړون رامنځ ته کېدو ته د شک او اندېښنې په سترګه ګوري. د امريکا په سنا کي د بهرنيو چارو د سياست جرګه ګۍ هم د ايران سره د ممکنه تړون له کبله خپلې اندېښنې څرګنده کړي وې. د جمهوري غوښتونکو سناتور مارکو روبيو ويلي: «ايران سيميز قوت جوړېدل غواړي»