1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران شپږ تنه افغان پوليس بيرته خوشی کړل

۱۳۸۹ آذر ۵, جمعه

افغان امنیتي چارواکی: ايران هغه شپږتنه افغان پوليس بيرته افغانستان ته وسپارل چی تيره مياشت په فراه ولايت کي په «ناپوهي» سره د ايران خاوری ته وراوښتوي ؤ. .

https://p.dw.com/p/QIyA
د افغانستان ملی پوليس د تمرين په حال کی ليدل کيږي
د افغانستان ملی پوليس د تمرين په حال کی ليدل کيږيانځور: AP

د فراه ولايت د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال عبدارازاق د آلمان غږ راډوي ته وویل چی دغه شپږتنه افغان پوليس 22 ورځي وړاندي د فراه ولايت لاش جوين سرحدي ولسوالي کي ايران ته له وراوښتو سره ايراني سرحدي محافظين نيولي ؤ. هغه وویل چی هغوي د خپلي سپرلي موټر سره افغان چارواکو ته وسپارل شول شوي دي، خو وسلي او نور مهمات ايرانيانو ضبط کړي دي.

دفه قوماندان وويل: ." ایرانی چارواکو يو افغان ساتمن، 5 تنه پولیسی افراد له رنجرموټر سره تيره ورځ خوشي کړل. دا کسان په سهوه ايران ته اوښتي ؤ. وروسته له پلټنو معلومه شوه چي هغوي کوم ناوړه قصد نه درلود، نو ايران هغوي بيرته افغانستان حکومت ته وسپارل.»

قوماندان عبدالرزاق زياته کړه چي د افغان پوليسو وسلي ايرانیانوځان سره ساتلي دي، حکومت هڅه کوي چي په دي هکله له ايراني مسوولين سره وغږيږي او وسلي بيرته افغاسنتان ته وسپاري.

په عين وخت کي د فراه نوموړي سرحدي قوماندان وويل چي افغان امينتي ځواکونو يوه ورځ مخکي «يو ايراني مشکوک سړي چي د سرحد په پولچک نومي سيمه کي ونيو.»

د قوماندان عبدالرزاق په وينا، نيول شوي سړي خپل ځان ايراني افسر معرفي کړي دي. خو په دي هکله نور جزييات بربنډ نه کړل.

امنيتي مامورين په داسي مهال فراه ولايت کي ديوه بهرني نظامي تن د نيولو ادعا کوي چي له دي مخکي يی رپوت ورکړ چي په فراه کي يو بل ايراني تبعه د انتحاري بريد په تور نيول شوی دی.

افغان امينتي چارواکي وايي چي نيول شوي «ايراني» په خپل جرم اعتراف کړي دي او له هغه څخه په توقيف کي نور تحقيقات روان دي.

ايران لا تراوسه د افغانستان د نوموړو ادعاو په هکله نه تبصره کړي او نه يي هم کوم غبرګون ښکاره کړي دي.

په افغانستان کی د نړیوالو ځواکونو له خوا وخت په وخت پر ایران تور لګول کیږی چی د افغانستان له وسلوالو مخالفینو سره د وسلو او نورو تجهیزیاتو په برابرولو کی مرسته کوی. خو تهران دغه ډول ادعاوي ردي کړي دي او وايي چي د داسي ادعاوو هدف يواځي « د افغان حکومت او د ايران د اسلامي جمهوري» تر منځ د دوستي د اړيکو خرابول دي.

شريف شرفيار

کتونکي: عبدالباري حکيم