1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران غواړي اټومي لانجه ختمه کړي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۴, پنجشنبه

حسن روحاني له واشنگټن پوست سره په خبرو کي وويل چي ايران دې ته ترجيح ورکوي چي د پراخو خبرو اترو په ترسره کولو سره د دغه هيواد اټومي لانجه په درو مياشتو کي ختمه کړي. هغه وايي دا يې د دولت تر ټولو مهم مسئوليت دی.

https://p.dw.com/p/19ohs
انځور: Irna

نيويارک ته د ايران د جمهور رئيس حسن روحاني سفر او د هغه ويناوي د يوشمېر رسنو د لومړۍ موضوع سرټکي جوړوي. روحاني چي د چهارشنبې په ورځ يې د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وينا واوروله او د ډيرو هيوادونو استازو يې هرکلی وکړ، اوس له واشنگټن پوست ورځپاڼي سره په مرکه کي وايي چي پتېيلې يې ده چي له درو څخه تر شپږو مياشتو پوري له نړيوالو قدرتونو سره د پراخو خبرو اترو له لاري د اټومي پروگرام لانجې ته د پای ټکی کښېږدي.

روحاني د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۵) د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کي اعلان وکړ چي ايران له لوېديځ سره بې له ځنډه پراخو خبرو اترو ته تيار دی او اوس يې د واشنگټن پوست ورځپاڼي له خبريال ديويد ايگنيتس، سره په خبرو کي ويلي دي چي د «اټومي دوسيې» تړل د ده د حکومت يو له مهمو مسئوليتونو څخه دی او د دې کار له پاره د ايران د اسلامي جمهوريت مشر آيت الله خامنه ای، ده ته بشپړ اختيارات ورکړي دي.

د ايران جمهور رئيس وويل چي په خبرو اترو کي د پرمختگ له پاره يوه اصولی لار سته هغه دا چي يو مشخص وخت بايد وټاکل سي او خبري بايد لنډي وي. د روحاني په آند «خبري چي هر څومره لنډي وي گټه به يې د ټولو ښکېلو غاړو له پاره ډيره وي.» روحاني وويل چي اټومي شخړه حل کيدای سي ، په دی شرط چی د ايران او امریکا متحده ايالاتونو ترمنځ نور اختلافی مسایل د خبرو اترو مقدمه وي.

هغه وويل ايران دې ته ترجيح ورکوي چي دغه مسئله په درو مياشتو کي حل سي، خو که چيري په شپږو مياشتو کي هم دغه دوسيه وتړله سي، يوه ستره بريا ده. روحاني ټينگار وکړ چي په هر صورت کي بايد دغه کړکېچ د څو مياشتو په بهير کي حل سي نه دا چي يو کال وخت ونيسي.

د اټومي دوسيې د «هرڅه ژر» تړلو له پاره د ايران اراده

له واشنگټن پوست سره د روحاني مرکه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر۲۶) د اټومي پروگرام پر سره د ايران او ۵+۱ له خوا د خبرو اترو تر پيلېدو څو ساعته مخکي خپره سوې ده.۵+۱ له آلمان او د ملگرو ملتو د امنیت د دایمی شورا د پنځو غړ څخه مقصد ده. په پلان کي ده چي په دغه غونډه کي به د ايران او متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيران محمد جواد ظريف او جان کيري په لومړي وار مخامخ سره گوري.

محمد جواد ظريف، تر دې مخکي له رسنيو سره په خبرو کي اعلان کړی وو چي د ايران ترټولو لومړی کار د اټومي کړکېچ له منځه وړل دي. د هغه په خبرو «اسلامي جمهوريت د جدي خبرو اترو له پاره اراده او سياسي تياری لري او اميدوار دی چي مقابل لوری هم دغه شان اراده او عزم ولري.»

د پنجشنبې ورځي په غونډه کي د ايران او امريکا متحده ايالاتونو پر بهرنيو چارو وزيرانو سربيره، چين، روسيه، بريتانيا، فرانسه او آلمان او د اروپايي ټولني د بهرني سياست مسئوله کاترين اشتون هم گډون کوي.