1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران له تاجکستان څخه بريښنا واردوي

۱۳۹۱ تیر ۷, چهارشنبه

د ايران د انرژۍ وزير ويلي دي، چي له تاجکستان څخه بريښنا رانيسي او د لېږد خط ئې د افغانستان له لاري ايران ته تيرسي. دا لومړی ځل نه دئ چي ايران دغه ډول څرگندوني کوي.

https://p.dw.com/p/15Lrl
انځور: cc-by:Matti Frisk-nc-sa

مجيد نامجو ددغي پروژې پر مالي اړخ نه دئ ږغېدلی، خو ويلي ئې دي، چي موږ يوه داسي پروژه ترلاس لاندي لرو، چي هغه له تاجکستان څخه د افغانستان له لاري د بريښنا لېږد دئ:

«ددې له پاره بايد په افغانستان کي د بريښنا د لېږد يو خط جوړسي او د درو سرو هيوادونو موافقه ترلاسه سي، چي زما په فکر دا کار ډير اسانه دئ.»

د نامجو په خبره، که دغه پروژه بشپړه سي، اړوند هيوادونه به په تاجکستان کي توليدېدونکې برېښنا په ډيره کښته بيه تر لاسه کړي، او د تاجکستان له پاره به د برېښنا بازار پيدا سي.

د ژمي په موسم کي په خپله په تاجکستان کي د برېښنا کمی وي، ځکه چي په دغه هيواد کي ټوله توليدېدونکې برېښنا په هغو اوبو پوري اړه لري، چي د غرونو له شېلو څخه راوزي.

اوس مهال تاجکستان يوازي افغانستان او يو لږ قرغزستان ته د بريښنا صادرات لري.

د ايران د انرژۍ وزير مجيد نامجو يوه مياشت مخکي ويلي ول، چي ايران په پلان کي لري، چي له تاجکستان څخه چي تقريباً د ټولي مرکزي اسياه د اوبو دوه پر دريمه برخه منابع لري، هر کال تر يوه ميليارده مترمکعبه پوري د چيښلو اوبه د افغانستان له لاري را واردي کړي.

«ددې په بدل کي به له تاجکستان سره د نفتو مرسته کيږي او دغه راز کيدای سي، چي په دغه هيواد کي د نفتو د تصفيې يوه فابريکه جوړه سي.»

دواړه اړخونه دغه راز د افغانستان له لاري د يوې لويي ترانسپورتي لاري پر جوړولو باندي هم خبري کوي. په دې اړه د افغانستان، تاجکستان او ايران ولسمشرانو د روان کال د مارچ په مياشت کي يو هوکړه لیک هم لاسليک کړ.

دغه درې سره گاونډي هيوادونه دغه راز په پلان کي لري، چي د اورگاډی د پټلۍ په واسطه هم يو له بله سره وتړل سي او د شمال خواته له قرغزستان او د افغانستان د ختيځ خواته له چين سره هم پټلۍ وغځوي.

خو تر اوسه پوري له دغو پروژو څخه د يوې هم عملي کار نه دئ پيل سوی او نه ئې هم د تقريبي مالي لگښت په اړه څه ويل سوي دي.

کارپوهان په دې باور دي، چي ددې پروژو د ځنډ عامل په افغانستان کي نا امني او د ايران د اټومي پروگرام لانجه ده، چي د لوېديځ له خوا ورباندي ډير بنديزونه لگول سوي دي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش