1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران لومړۍ ډله بنديان افغان چارواکو ته وسپارل

هوشنگ هاشمی/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۱, یکشنبه

د ايران حکومت د افغان زندانيانو لومړۍ ډله د هرات ولايت د اسلام قلعه په سرحد کي افغان چارواکو ته وسپارله. د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوه توافق له مخي په پلان کي ده چي په ايران کي ډير افغان بنديان افغانستان ته انتقال سي.

https://p.dw.com/p/1Bxmi
انځور: DW/H. Hashemi

د افغانستان او ايران ترمنځ د زندانيانو د تبادلې تر هوکړي وروسته د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د می ۱۰) د افغان بنديانو يوه ۱۶ کسيزه ډله د دغه هيواد چارواکو ته وسپارل سوه. د دغو بنديانو ۱۴ تنې ښځي وې او دوه تنه نارينه ول. تر تسليمېدو وروسته دغه بنديان د افغان چارواکو له خوا زندان ته انتقال سول.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت استازي معاذ الله دولتي د دغه بنديانو د تسليمۍ پرمهال وويل چي د دغو بنديانو ډير په ايران کي د مخدره موادو د قاچاق په تور نيول سوي دي. دغه افغان چارواکي وويل چي دغه لړۍ روانه ده: «دا د کار پيل دی. د ايران د قضايي قوې استازو زموږ سره ژمنه کړې ده چي ډېر ژر به نور افغان بنديان هم افغانستان ته ولېږي.»

افغانستان او ايران په ۲۰۱۲ مېلادي کال کي د بنديانو پر تبادلې باندي هوکړه وکړه. د دغي هوکړي پراساس دغه بنديان کولای سي خپل دبند پاته وخت په خپل هيواد کي تير کړي. افغان چارواکو په هغه وخت کي ويلي ول چي له دغه هوکړه ليک څخه هغه بنديان برخه من کېدلای سي چي د ايران د محاکمو له خوا تر شپږه مياشتو په ډېر بند محکوم سوي وي.

په ايران کي د افغان بنديانو موضوع د دغو دواړو هيوادونو له پاره هروخت ستونزي پيښي کړي دي. افغان چارواکي تر اوسه پوري لا په ايران کي د بندي افغانانو دقيقي شمېرې نه لري، خو معاذ لله دولتي وويل، داسي اټکل کيږي چي پنځه زره کسان دي په ايران کي بنديان وي. دغه زار معلومه نه ده چي په افغانستان کي څومره ايرانيان بنديان دي.

د شنبې په ورځ يو شمېر کورنۍ هم د اسلام قلعه سرحد ته تللي وې، څو کېدای سي چي د دوی د کورنۍ یو غړی هم په دغو بنديانو کي وي. يوه سړي وکولای سوای چي په دغو ۱۶ تنو بنديانو کي خپله خور پيدا کړي.

دغو بنديانو په ايران کي د زندان د مسئولانو په اړه شکايت لاره. یوې بندۍ په داسي حال کي چي له سترگو څخه يې اوښکي رواني وې وويل: «زه د خپل مېړه په خاطر نيول سوې يم، زه غواړم چي آزاده سم.»

د دغو زندانيانو يو شمېر يې وويل چي پنځه کاله په ايران کي بنديان ول، له دوی څخه يوه وويل: «موږ ته يې توهين کاوه. برخورد يې ډېر بد وو. دوی ويل چي که ايران د مخدره موادو د مصرف هيواد دی افغانستان يې بيا توليد کوونکی دی.»

د ايران حکومت په تيرو وختونو کي هغه افغان بنديان چي د مخدره موادو د قاچاق په تور نيول سوي ول اعدام کړي هم دي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د روان کال په جوزا مياشت کي په ايران کي د افغانانو د اعدام په اړه اعتراض وکړ او دا يې تائيد کړه چي د روان کال په حمل مياشت کي د ايران په اصفهان ښار کي څلور تنه افغان بنديان اعدام سوي دي.