1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران نوې پارلمان ټاکی

۱۳۸۶ اسفند ۲۴, جمعه

تهران: د دوه سوو نوي چوکيو لپاره انتخابات به د جمهور ريس محمود احمدي نژاد محبوبيت د ايران په خلکو کې هم ښکاره کړی.

https://p.dw.com/p/DTty
انځور: AP

خلک د خوراکي او د ژوند د نورو ضروري شيانو د قيمته کيدلو له امله نا راضه دي.

که څه هم د ايران سياسي سيستيم داسی دی، چې دلته پارلمان ډير قدرت نلری، خو بيا هم دغه ټاکنې به د خلکو نظر د رژيم په هکله ښکاره کړی. په ټولو مهمو مسلو لکه بهرني سياست او د تيلو پاليسی کې وروستۍ تصميم د انقلاب مشر آيت الله علی خامنيی نيسی.