1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران په انترنيت کي يوه بله پاڼه پرانستې ده

۱۳۹۱ آذر ۲۰, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16z00

ایران د انټرنیټ پر پاڼه د یوټیوب د الترنتیف یا بدیل په توگه له خپل لوري د ځانگړي ویدیويي پلیټفورم بنسټ ایښی دی. د ایران د دولتي تلویزون په انټرنیټ پاڼه کې په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په پام کې ده، دغه ویدیویي پاڼه به ایراني او اسلامي کلتور او هنرمندانو په تقویه کولو کې مرسته وکړي. د نوموړې انټرنیټي پاڼې نوم «مهر - ټکی- IR» ایښودل شوی دی. دا لا تر اوسه معلومه نه ده چې ایراني چارواکي به د نوموړې پاڼې پر سانسور او کنترول څومره برلاسی ولري. په ایران کې د فیس بوک، تویتر او یو ټیوب په څیر پر ټولنیزو شبکو باندي بندیز دی او چارواکي دا دلیل وړاندي کوي چې بلاگر یا بلاگ لیکونکي د لودیځو هیوادونو حکومتونه له دغو ټولنیزو شبکو څخه د ایران د دولت پر ضد کار اخلي.