1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: د افغانستان په شمال کي وضعيت ښه دئ

۱۳۹۰ اسفند ۱۴, یکشنبه

د نړيوال مرستندوی امنيتي ځواک ( ايساف) د شمال د زون قوماندان، اريک پيفر د وينا له مخي د افغانستان په شمال کي د نورو سيمو په پرتله وضعيت ډير ښه دئ.

https://p.dw.com/p/14EpO
انځور: picture-alliance/dpa

دغه جنرال ويلي دي چي که څه هم په بگرام کي د امريکا د متحده ايالاتو په پوځي اډه کي د قرآن سوځوني د پيښي سره په شمال کي مظاهري وشوې، نه يوازي دا چي سوله ييزي وې، بلکي په هغو کي د مظاهره کوونکوشميرهم ډير لږ وو.

دغه آلماني جنرال د امنيت په ټينگښت او دغه راز د مظاهرو د سوله ييز بهير په ساتلو کي د خپلو افغان ملگرو ستاينه وکړه:

«ما دا دلته په خپلو سترگو وليدل چي له پنجشنبې څخه تر شنبې پوري مظاهرې وشوې، په ټوليزه توګه ۱۵مظاهرې وشوې. ډيري مظاهرې سوله ييزي وې او دا خبره بايد سړی په ښکاره توگه وکړي.»

جنرال فيفر چي د آلمان له يوې خبري راډيو MDRسره خبري کولې زياته ئې کړه چي يوازي څو تنو محدودو کسانو تلاښ وکړ چي مظاهرو ته د زور زياتيو بڼه ورکړي:

«يوازي په پنځو مظاهرو کي يو څو کسانو له لاسي وسلو څخه په کار اخيستلو سره د زور زياتيو هڅه وکړه، په دوو پيښو کي له لاسي بمونو څخه کار واخيستل شو. د امنيت په ساتنه کي د افغان ځواکونو نقش د ستايني وړ دئ. زه فکر کوم چي دا يوه ستره آزموينه وه.»

نوموړي آلماني جنرال دا هم وويل چي د هغه په نظر«خلک نور له جنگ څخه ستړي شوي دي. هغوی نور د سولي او امن غوښتونکي دي.»

په عين وخت کي د مسيحي ديموکرات گوند پخواني عمومي منشي او مجرب سياستوال، هاينر ګايسلر، له افغانستان څخه په بيړه د آلماني عسکرو د را ايستلو پر ضد خبرداری ورکړ.

آلمانۍ مجلې فوکوس ته په يوه مقاله کي ګايسلر ليکلي دي چي «دا يو ډير غير مسئولانه کار دئ چي د کيڼ اړخي ګوند رديکال پاسيفيستان، زرغون ګوند او د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله سره په گډه غواړي چي ناتو دي د راتلونکي کال په موده کي له افغانستان څخه ووزځي.»

«ترهغه پوري چي په افغانستان کي ټينگ او مضبوط افغان ملي اردو او ملي پوليس نه وي جوړ شوي، ناټو بايد په صحنه کي پاته شي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زیارمل