1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: د حقاني ډله په کابل کي د ځالو جوړولو هڅي کوي

۱۳۹۰ آبان ۲, دوشنبه

ايساف ځواکونه وايي د حقاني بنسټ پاله ډله چي مرکز يې د افغانستان په پکتيکا ولايت کي دی اوس غواړي چي د کابل له سويلي لاري د پلازميني زړه ته لاره پيدا کړي. ويل کيږي، چي ددغي شبکې پرضد تر سره سوې عمليات هم بريالي ول.

https://p.dw.com/p/12xjZ
په کابل کي د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کارستين يکوبسن
په کابل کي د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کارستين يکوبسنانځور: DW

د ايساف ځواکونو آلماني جنرال يکوپسن نن په کابل کي (اکتوبرد مياشتي ۲۴نېټه) يوې خبري غونډي ته وويل چي د حقاني ډله په سويل او سويل ختيځو ولايتونو باندي منګولي ښخول غواړي، خو پلازمېنه کابل لاهم ورته ډير مهم هدف دی او دلته هم د ځالو د درلودو لټون کوي.

په کابل او د افغانستان په يو شمير ختيځو ولايتونو کي د دغي ډلي د ځپلو له پاره تيره اونۍ د برچې د څوکي په نامه عمليات په لاره واچول سول، چي مشري يې افغان ځواکونو کوله.

د جنرال يکوپسن په خبره په دغوعملياتو کي چي د څو زره افغان او بهرنيو سرتيرو له لوري په لاره اچول سوي ول د حقاني شبکې ته سخت ګوزار ورکړل سوی.

نوموړی وايي، د برچې د څوکي په نامه او همدا راز د شمشير تر نامه لاندي پيل سوي عمليات په بريالي توب سره پای ته رسيدلي، چي په ترځ کي يي د حقاني شاوخوا شل د منځني واک قوماندانان او د په کور کي جوړيدونکو بمونو ماهرين نيول سوي او يا هم له مينځه وړل سوي دي.

« شاوخوا شل تنه د حقاني قوماندانان چي ځيني يي د بمونو د جوړلو ماهرين ول يا وژل سوي او يا توقيف سوي دي، له هغوي څخه نږدي ۴۰۰کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، وسلي، مهمات او تر ټولو جالبه خو يي دا ده چي کمپيوټرونه هم ترلاسه سوي دي».

د ايساف ځواکونو د وياند په وينا، چي دغه ډله دمګړۍ شاوخوا لس زره فعال چريکان لري چي يو پر څلرمه برخه يې په افغانستان او نور يې د ډيورنډ د کرښي هاغاړي ته ځای پر ځای دي.

يکوپسن وايي لومړی بايد دغه شبکه په افغانستان کي وځپل سي او وروسته بايد د ملک د باندي پري خبري وسي. که چيري دغي ډلي ته د کور دروازه خلاصه پريږدو نو بيا به ګرانه وي چي هغه له مينځه يو سو ا و دړي وړي يي کړو.

« موږ به د امکان په صورت کي د هغوی ځالي هرچيري چي وي، له مينځه يوسو خو کله چي د پاکستان په خاوره کي د حقاني پر ضد دعملياتو خبره کيږي نو دلته بيا د پاکستان د حکومت اجازه ډيره اړينه او ضروري ده».

د ناټو ځواکونو په وينا چي هغه لښکري هم بيرته خپلو اډو ته ستنې سوي، چي تيره اونۍ د پاکستان د پولي سره ځای پرځای سوي وې.

ناټو وويل چي دغه سرتيري د برچي د څوکي د عملياتو په درشل کي دغو سيمو ته تللي ول او کوم ګاونډي هيواد ته د ګواښ مانا نه لري.

کله چي تيره اونۍ د ايساف ځواکونه له ډيورنډ سره په پراته ختيځ او سويل ختيځ کمربند کي ځای پر ځای سوي پاکستان داسي وانګيرله، چي ګواکي دغه ځواکونه به په وزيرستان کي د حقاني پر ضد عملياتو ته تابيا نيسي خو ايساف دغه ګنګوسي او انديښني غبرګي رد کړې.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل