1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: د کابل په بريد کي مو ۶ تنه وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل (afp,ap)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۶, پنجشنبه

په افغانستان کي د آيساف ځواکونو ويلي دي، چي په دغه بريد کي د دوی دوه تنه عسکر او څلور تنه ملکي قرارداديان وژل سوي دي. د افغان چارواکو په خبره په دغه بريد کي دغه راز ۸ تنه ملکي کسان هم وژل سوي او ۳۷ نور ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/18Ys1
Afghan policemen stand guard at the site of a suicide attack in Kabul May 16, 2013. A suicide bomber in a car targeted two vehicles carrying foreign forces in the Afghan capital Kabul on Thursday, police said, but it was not immediately clear if there were casualties. REUTERS/Mohammad Ismail (AFGHANISTAN - Tags: CIVIL UNREST MILITARY)
Selbstmordanschlag in Kabul Afghanistanانځور: Reuters

په کابل کی د آيساف ځواکونو له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي، چي ۲ تنه عسکر او ۴ تنه ملکي قرارداديان يې وژل سوي دي، خو د هغوی د ملت په اړه ئې څه نه دي ويلي.

تر دې دمخه د افغانستان د روغتيا وزارت چارواکو ويلي ول، چي د کابل په ځانمرگي بريد کي ۶ تنه وژل سوي او نزدې ۳۷ تنه ملکي وگړي نور ټپيان سوي دي. اوس وروستي راپورونه وايي، چي دوه تنه نور هم وژل سوي دي چي په دې سره د وژل سوو ملکي وگړو شمېر ۸ تنه سو. بريد د بهرنيانو د موټر پريوه کاروان ترسره سوي. د بريد پړه حزب اسلامي پرغاړه اخيستې ده.

د کابل امنيې قوماندان ايوب سالنگي رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي د يوه کرولا ډوله موټر په واسطه د پنجشنې په سهار د کابل په شاه شهيد سيمه کي د بهرنيانو د موټرو پريوه کاروان بريد ترسره سوي دئ او په سيمه کي ئې سخت زيان اړولی دئ.

د بهرنيانو د تلفاتو په اړه تراوسه معلومات نسته خو د افغانستان د عامي روغتيا وزارت يوه وياند ويلي دي، چي تر اوسه پوري شپږ تنه ملکي وگړي وژل سوي دي او ۳۷ تنه نور ټپيان دي. ويل کيږي، چي په ټپيانو کي د يو شمېر روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دئ.

په کابل کي د آيساف ځواکونو يوه وياند پيښه تائيد کړې ده خو د مرگ ژوبلي په اړه ئې معلومات نه دي ورکړي.

د بريد پړه په افغانستان کي د حزب اسلامي ډلي پرغاړه اخيستې ده او ويلي ئې دي چي دا ئې له يوې اوونې راهيسي پلان کړې وو او هدف ئې د امريکايي مشاورينو له منځه وړل ول.

د دغي ډلي يوه وياند هارون زرغون رويترز خبري آژانس ته د تليفون پر کرښه ويلي دي چي په بريد کي يې ۱۲ تنه امريکايي وگړي وژلي دي.

د عيني شاهدانو په حواله چاودنه دومره پياوړې وه چي نزدې کورونه ئې سخت زيانمن کړي دي. يو تن چي خپل نوم مصطفي ښوولی دی فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي، چي د چاودني پرمهال په کور کي وو او د کور ټولي هنداري ئې ماتي سوې.

د هغه په خبره تر چاودني وروسته ډير ژر دباندي را ووتلم چي خپل ورور او خور له ښوونځي څخه راولم، پرلاره مي وليدل چي څو خلک په وينو لړلي پوليسو په خپلو موټرو کي انتقالول.

دا په تيرو دوو مياشتو کي تر ټولو خونړۍ بريد دئ چي په کابل کي ترسره کيږي. تر دې دمخه د وران کال د مارچ په مياشت کي د افغانستان د دفاع وزارت دروازې ته نژدې يو بريد ترسره سوی وو.

په دغه وخت کي د امريکا د دفاع وزير چاک هېگل هم په افغانستان کي له افغان چارواکو سره په خبرو اترو بوخت وو.