1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: شوي پرمختگونه به وساتو

۱۳۹۰ آبان ۳۰, دوشنبه

په داسي حال کي چي د افغانستان له پاره د ناټو مشر قوماندان جنرال جان الين ويلي، چي د افغانستان د امنيت په برخه کي ډير پرمختګونه سوي، د ناټو يوه بل قوماندان بيا له دوی سره د ولسونو د همکارۍ په کچه کي د زياتيدو خبره کړې.

https://p.dw.com/p/13EJs
جنرال جان الين
جنرال جان الينانځور: AP

جنرال جان الين د المان له ډي پي اي سره په مرکه کي د امنيتي پرمختګونو د ساتلو ژمنه کړې خو په افغانستان کي د ايساف عملياتي مشر جنرال ريدريګاس ويلي چي اوس د افغانستان ډير لږ خلک له طالبانو سره همکاري کوي.

دا لومړی ځل دی، چي په تير يوه کال کي له دولت ضد وسله والو مخالفينو سره د ولسي افغانانو د کمي همکارۍ اټکلي شمېره وړاندي کيږي.

د ايساف ځواکونو عملياتي مشرجنرال ريدريګاس په کابل کي د يوې خبري غونډي پر مهال وويل چي طالبان د تيښتي په حال کي دي او ولسونه له هغوئ څخه مخ اړوي.

نوموړي وويل، چي دوئ په روان کال کي د زور پالو په وړاندي ښه پرمختګونه کړي چي هرو مرو به دغه پرمختګونه ساتي.

دغه امريکايي جنرال وويل، چي د افغانستان اويا سلنه تاوتريخوالی ددغه ملک په څلورو ولايتونو کي رامنځ ته کيږي او څه باندي اتيا سلنه افغانان د خپلي راتلونکي په اړه خوشبينه ښکاري.

جنرال ريدريګوز همدا راز وويل چي د هغو افغانانو شمېر هره ورځ مخ پر زياتيدو دئ، چي له طالبانو سره د جګړې په ډکر کي د افغان او بهرنيو ځواکونو ملاتړ ته وردانګي.

« موږلا هم له يو شمير ګواښونو سره مخ يو، خو ولسونه له افغان دولت او ناټو ځواکونو سره همکارۍ ته ډيروالی ورکوي او په بدل کي يې د ولسي افغانانو په وړاندي د تاوتريخوالي کچه لوړيږي. خو ايساف ځواکونه به د افغان رهبري د روزولو په برخه کي خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي».

ايساف وايي چي د پوځي عملياتو او وگړو د ساتلو په برخه کي د افغانانو وړتيا د پام وړ لوړه سوې ده.

« که په تيرو څو مياشتو کي خپلو کړنو ته وګورو، موږ د دښمن پټن ځايونه په خاصه توګه په جنوب کي تر ډيره، له مينځه وړي، د هغو چاوديدونکو توکو د زيرمو په نيولو کي درې ځله زياتوالی راغلی چي د مخالفينو له لوري کارول کېده، او دوهمه دليل دا دئ، چي ډيری ولسي افغانان اوس زموږ سره همکاره سوي دي».

ايساف وايي چي د تير يوه کال په موده کي يې ډيري لاس ته راوړني لرلې خو دا له امکانه لري نه ده چي په را روانومياشتو کي به د تاوتريخوالي څپه زور واخلي.

خو نوموړي ډاډ ورکړچي افغان او بهرني ځواکونه به په ګډه د دښمن د تحرکاتو په ځپلو کي ګامونه پورته کړي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل