1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايساف: په افغانستان کي ملکي تلفات لږ سوي

۱۳۹۰ مرداد ۳۱, دوشنبه

په افغانستان کي د آيساف ځواکونو وياند کاستن جاکوبسن د دوشنبي په ورځ په کابل کي خبري غونډي ته وويل د روان کال د لومړنيو دريو مياشتو په پرتله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کي ۱۴سلنه کموالی راغلی.

https://p.dw.com/p/12LMy
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياند
په افغانستان کي د ايساف ځواکونو وياندانځور: DW

د ښاغلي جکابسن په وينا د شپي پر مهال په عملياتو کي د افغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ همغږي ددې لامل سوې، چي ملکي مرګ ژوبله لږ سي.

دی زياتوی وسله والو مخالفينو د افغان او نړيوالو ځواکونو په وړاندي د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، ځکه يي ډله ييزو بريدونو او د سړک د غاړي ماين ايښودنو ته مخه کړې.

د آيساف وياند وايي له يوې خوا وسله وال مخالفين د جګړې پر مهال ملکي وګړي په نښه کوي له بل لوري نسي کولای، چي له لاسه ورکړی سيمي بيرته له دولتي ځواکونو څخه ونيسي.

دغه راز، ده وويل، چي د وسله والو مخالفينو په بريدونو کي هم کموالۍ راغلی.

ده وويل په دي موده کي ۲۴۰۰ د دولت وسله وال مخالفين هم د سولي له بهير سره يو ځای سوي چي دا هم په بريدونو کي د کموالي ستر لامل ګڼل کيږي.

د آيساف چارواکي په داسي حال کي په بريدونو او د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کي د کموالي خبر ورکوي، چي تيري دوې اونۍ پلازمېنه کابل او ګاونډی پروان ولايت د وسله والو د سختو ډله ييزو بريدونو شاهد ؤ.

چي له دې ډلي يوازي د پروان د والي پردفتر ډله ييزو بريدونو کي ۱۶ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ملکي مرګ ژوبلي په اړه د ملګرو ملتونو د ۶ مياشتني رپوټ له مخي په تير ۲۰۱۰ زيږديز کال کي ټول شاوخوا ۳۰۰۰ملکي وګړي وژل سوي وو. خو د روان ۲۰۱۱ زيږديز کال په لومړيو ۶ مياشتو کي د وژل سويو ملکي وګړو شمير نيږدې يو نيم زر کسانو ته رسيږي.

په افغانستان کي د ملکي وګړو مرګ ژوبله د افغان ولسمشر او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د لفظي شخړي سبب ګرځيدلي تردي چي ولسمشر کرزي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي دوام د اشغالګرۍ په نوم ياده کړی ؤ.

اسماعيل شاکر/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل