1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايشيا ټايمز:پاکستان د طالبانو يوه ځانګړې ډله د سياسي راکړي ورکړي لپاره روزي

۱۳۸۷ تیر ۲۵, سه‌شنبه

ايشيا ټايمز ورځپاڼي د جولای د مياشتي پر12نېټه د « هيواد د بچيانوغورځنګ» تر سرليک لاندي د پاکستان د نظامي کړيو ددې بنسټ په اړه چي د طالبانو يوه ځانګړې ډله په افغانستان کي د سياسي راکړي ورکړي لپاره روزل کيږي خبر ورکړی دی

https://p.dw.com/p/Ed7e
د پاکستاني طالبانو د يوې خاصي ډلي غړی
د پاکستاني طالبانو د يوې خاصي ډلي غړیانځور: AP

ايشيا ټايمز انټرنيټي ورځپاڼه د هانګانګ څخه خپريږي، د پاکستان د برخي مسول پيژندل سوي پاکستانی ژورناليست، سيد سليم شهباز ، د طالبانو د نوي ډلي د روزلو علت د سختريزطالبانو لخوا د غربي حکومتونو سره د خبرو نه کول ګڼي. هغه وايي ، د طالبانو کلکوالي په تيرو څو مياشتو کي دا وښوول چي د تروريزم پر ضد د ايتلافي ځواکونو ددې امکانات چي په پښتون مېشتو سيمو کي دي پر طالبانو باندي بريالي سي ورځ تر بلي لږيږي. دغه حالت د پاکستان دپاره ډير مناسب ګنل کيږي، ځکه چي دغه امر اسلام آباد ته يوار بيا ددې امکان په لاس ورکوي چي د ګاونډي هيواد افغانستان په پيښو کي خپل لارښود رول ولوبوي.

رپوټ ورکونکي چي پخپله هم د طالبي چارو کارپوه دی، زياتوي: د طالبانو د برياليتونو له کبله په راولپنډۍ کي د پاکستاني ځواکونو قومانداني تپېدو راغلې.

Taliban, Archivbild
«پاکستان اوس پلان لري چي د طالبانو د منځه تندلاري کوښه کړي»انځور: picture-alliance/dpa

اوس پاکستاني پلان جوړونکي په پام کي لري چي د طالبانو له منځه تندلاری ګوښه کړی او پر ځای يي د قبيلوي طالبانو بچيان وروزي. دا هغه کار دی چي پاکستاني چارواکو د تيري عيسوي پيړۍ په نويمه لسيزه کي وکړی، چي په 1996 ميلادي کال کي يي په افغانستان کي طالبان واک ته ورسول . هغوی په پام کي لري چي دغه ډول طالبي جمبش چي قبيلوي تمايلات لري او « د منلو وړ ګڼل کيږي» د افراطي طالبانو او القاعدې ځای ونيسي.

شهباز ليکي:« دغه لړي د پاکستان په قباييلي سيمو کي د مخه پيل سوې».

هغه زياتوي:« حاجي نذير چي د جنوبي وزيرستان د پاکستاني طالبانو يوستر مشر او په افغانستان کي د پاکستاني طالبانو چي د ايتلافي ځواکونو په وړاندي جنګيږي د ستري شبکې قومانده په غاړه لري، په دې وروستيو کي يوه لويه غونډه رابللې وه چي هدف يي د جنوبي وزيرستان څخه د تندلارو ازبک جنګياليو ايستل ول. دا هغه کار دی چي د تير کال په لومړيو کي هم يوار وسو».

« حاجي نذير، په تيره بيا دا غواړي چي د ازبکانو او طالبانو د يوه سرسخت مشر بيت الله محسودپر ضد وجنګيږي په هغه صورت کي چي محسود مداخله او په عمل لاس پوري کړي. نذير، په څرګند ډول د پاکستان و امنيتي ځواکونو ته خپله وفاداري وښوول او د باجوړ اجنسۍ د مولوي فقير، د مهمندو اجنسۍ د شاه خالد د خيبر اجنسۍ د حاجي نامدار او يو شمير نورو پاکستاني طالبانو د مشرانو سره تماس نيولی دی. نذير دغه راز د شمالي وزيرستان د طالبانو يو پياوړی قومندان حافظ ګل بهادر، د ټولو پاکستاني طالبانو د رهبر په توګه اعلام کړی دی».

د شهباز په نظر، دپاکستاني طالبانو اصلي ځواکونو هر وخت د پاکستان پلوي کړې او ددا ډول تندلارو لکه بيت الله محسود او د هغه د انډيوالانو مخالفت کړی دی. خو دالومړی ځل دی چي هغوی په رسمي ډول خپل سازمان جوړوي او يو امير ټاکي. دا دواړه چلنجونه مخامخ و تندلارو ته دي.

دوه تنه وسلوال طالب جنګيالي د RPGراکيټ سره
دوه تنه وسلوال طالب جنګيالي د RPGراکيټ سرهانځور: AP

د ايشيا ټايمز ورځپاڼي په راپور کي تر ټولو جالب ټکی دادی چي: «د امير تر اعلامولو وروسته ډير ژر د افغانستان په ختيځه سيمه کي دوو تنو لوړ پوړو افغاني قومندانانو، د طالبانو په وخت دننګرهار والي مولوي عبدالکبير او قومندان صدرالدين د پاکستاني طالبانو ددې شبکې څخه د خپل ملاتړ اعلان وکړی. مولانا جلال الدين حقاني چي د افغانستان په ختيځه سيمه کي يو پياوړی افغان قومندان بلل کيږي تر اوسه پوري بيطرفه پاته سوی. کيدای سي چي ددې علت داوي چي حقاني هم د پاکستان او هم د تندلارو طالبانو سره نږدې اړيکي لري».

تر دې دمخه يو بل پاکستاني پلوه قومندان چي د ګلبدين حکمتيار په اسلامي حزب پوري اړه لري ادعا کړې وه چي څو بريالي بريدونه يي د کاپيسا او وردګو په ولايتونو کي تر سره کړي دي. دايو بل مهم پرمختګ دی چي په افغانستان کي د هغو ښورښي قواوو چي محلي فکر کوي نظر و هغوته چي جهاني فکر کوي پلويان ډيريږي.

ورځپاڼه دې نتيجې ته رسيږي چي:« دا دافغانستان په ختيځه سيمه کي يو نوی تصوير دی چي منځ ته راځي. که نوموړي کړۍ د پاکستان په ملاتړوکولای سي چي د هغو کندهارۍ طايفو سره چي طالبان ځني راپورته سوي او دمخه تر دې يو غيري تندلاری قبيلوي مقاومت و د افغانستان په جنوب ختيځ کي سره يو ځای سي نو کيدای سي چي اسلام آباد و واشنګټن ته يو وړانديز وکړي».

« نو لدې کبله فکر کيږي چي ښه به دايي چي يو وار بيا د جرګو لړۍ پيل سي البته داځل د هيواد د طالبي بچيانو سره تر څو دوی خپلي وسلې پر مځکه کښيږدي او د خپل نوي سياسي رول لپاره، په راتلونکي کال کي د افغانستان د جمهورري رياست تر ټاکنو د مخه خبروته سره کښېني».