1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايشينګر: د ترمپ «يو ډول غېر نظامي د جګړې اعلان»

۱۳۹۵ بهمن ۳۰, شنبه

د مونشن د امنيتي کانفرانس په لومړۍ ورځ تمرکز د لوېديځ د ټلوالې د راتلونکې پر موضوع ؤ. له دغه کانفرانس څخه زموږ همکار ماتياس فون هاين د ګډونوالو له «غيريقينۍ» څخه خبره کوي.

https://p.dw.com/p/2Xo0v
Deutschland Münchner Sicherheitskonferenz 2017
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د مونشن امنيتي کانفرانس د اوقيانوس د دواړو اړخونو د ائتلاف تر منځ يو ډول کورنۍ غونډه بلل کيږي. عموما دغه کانفرانس په ځانګړې توګه نړيوالو امنيتي سوالونو ته پام اړوي. خو د سږني کانفرانس لومړۍ ورځ دې ته ځانګړې سوې وه چي په اندېښمن نظر و هينداري ته وکتل سي.

د امريکا په متحده ايالاتو کي د نوي ادارې له خوا د ناټو، اروپايي اتحاديې او برېکزيټ په هکله تنقيدي څرګندونې او د عوام ګر يا پاپوليستي سياستوالو د ملاتړو د شمېر د زياتېدو له کبله د مونشن د کانفرانس په لومړۍ ورځ پر داسو موضوعاتو غونډي جوړي سوې لکه: «د اروپايي اتحاديې راتلونکی: يوځای که جلا» يا ورته د بحث موضوعات لکه: «د لوېديځ سباوو: پرځېدل او که بېرته راڅرګندېدل؟»

د ياد کانفرانس کوربه ولفګانګ ايشينګر په کانفرانس کي د لوېديځې ټلوالې تر منځ د غيريقيني او ناډاډمنتيا حالت د آلمان ږغ ته په ډيرو جدي ټکو روښانه کړ. هغه وويل چي که ترمپ د مخ په وړاندي هم «د اروپايي اتحاديې نور غړي د برېکزيټ (له اروپايي اتحاديې د بريتانې وتل) و تقليد ته وهڅوي، نو دا به يو ډېر د غېر نظامي جګړې اعلان وي.»

د ماتيس سيګنالد امريکا د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزير جېمز ماتيس د مونشن د کانفرانس په لومړۍ ورځ په دې هڅه کي ؤ چي و اتحاد ته د امريکا د ژمنتيا په تړاو شکونه ليري کړي. د ماتيس لنډه وينا حد اقل د آلمان د کورنيو چارو د وزيري اورزولا فون دېر لاين له خوا د مثبت اثر سبب سوه. فون دېر لاين د آلمان ږغ ته وويل: «په دې اورېدلو خوشاله سوم چي د اوقيانوس د دواړو اړخونو تر منځ د اړيکو ريښې څومره ژوروي دي. هغه په ډيرو لږو الفاظو باندي ډاډ ورکړ. هغه تېره ورځ په روښانه توګه ناټو ته ژمنتيا وښوده. تر ټولو مهمه دا ده چي هغه موږ ته تضمين وکړ چي د امريکا متحده ايالات زموږ تر څنګ ولاړ دي.»

خو برعکس د امريکا د متحده ايالاتو له لوري خبرتياؤ چي اروپايان بايد خپلي دفاعي بوديجې زياتي کړي، پر اروپايانو اغېز کړی ؤ. نه يوازي فون دېر لاين په خپله وينا کي دې ته لبيک ووايه بلکه د آلمان د مالي چارو وزير وولفګانګ شويبله هم وروسته ژمنه وکړه چي د نظامي تجهيزاتو له پاره به بوديجه زياته کړله سي.

آلماني او اروپايي دريځونه

د آلمان د دفاعي چارو وزيري اورزولا فون دېر لاين په خپله پرانستونکې وينا کي د واشنګټن پر ادرس يو شمېر غوښتنې وکړې. هغه وويل چي و بار ته په ګډه د اوږه ورکولو موضوع صرف د پيسو موضوع نه ده. هغې وويل چي په ګډه بار ته اوږده ورکول د دې معنی لري چي څوک تل خپلمنځي ملاتړ ته چمتو وي.

فون دېر لاين وويل: «په دې کي خپلسري ګام هم شامل دی.» د فون دېر لاين په وينا د شمالي اتلانتيک تړون ناټو اتحاد د ارزښتونو اتحاد هم دی. هغې وويل چي دغه اتحاد «په خپلو ټولو کړونو کي و انساني کرامت ته په احترام مکلف دی چي هيڅکله د شکنجې اجازه نه ورکوي.» فون دېر لاين د سايبري بريدونو پر ګواښ هم څرګندونې وکړې. هغې وويل چي دغه ډول بريدونه «زموږ پرانستي ټولنې» په نخښه کوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (28.12.2016):

Deutschland US Verteidigungsminister Jim Mattis auf der Münchener Sicherheitskonferenz
د متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزير جېمز ماتيسانځور: picture alliance/dpa/Sputnik/G. Sisoev/Sputnik