1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايمنستي: روسيې په سوريه کي خوشه ای بمونه کارولي

روسيه، پاکستان، سوريه، خوشه ای بمونه، ايمنستي۱۳۹۴ دی ۲, چهارشنبه

د بخښني نړيوال سازمان د راپور له مخي په سوريه کي د روسيې هوايي بريدونه د سونو سوريايانو د ژوند په بيه تمام سوي او استوگنځايونه ئې ويجاړ کړي دي. بمبار پر مسجد، بازار او روغتيايي مرکزونو سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1HS37
Syrien Russische Luftangriffe
انځور: picture-alliance/AA/M. Khder

د بخښني نړيوال سازمان (ايمنستي انترنشنيل) د چهار شنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۲۳مه) په لندن کي ويلي دي چي دغه شان بريدونه کيدای سي «جنگي جنايتونه» وي.

د ايمنستي راپور په سپتمبر او نوامبر مياشتو کي پر هغو شپږو هوايي يرغلونو راڅرخي چي د روسيې هوايي ځواک پر حمص، ادلب او حلب ښارونو ترسره کړي او نژدې ۲۰۰ملکي وگړي پکښې وژل سوي دي.

دغه سازمان مسکو د ملکي تلفاتو په غلط راپور ورکولو تورن کړی دئ. په راپور کي دغه راز راغلي دي چي پر دې سربيره داسي شواهد سته چي روسيي عسکرو پر هغو سیمو باندي چي ملکي وگړي پکښې اوسيږي خوشه ای بمونه استعمال کړي دي.

د بخښني نړيوال سازمان د منځني ختيځ او شمالي افريقا برخي مسئول فيليپ لوتر، ټينگار کړی دئ: «دا ډېره اړينه ده چي دغه تورونه بې طرفه وڅېړل سي.»

ایمنستي ويلي دي چي راپور ئې له عيني شاهدانو سره د مرکو او انځورونو په مرسته جوړ کړی دئ.

روسيه په سوريه کي د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) او دغه راز بشار الاسد د ځينو مخالفانو پر ضد جنگیږي.