1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اينډي پيک، د افغان کرکېټ لوبډلي د بالنگ روزونکی سو

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۳ دی ۱۵, دوشنبه

د انگلستان کرکيټ لوبډلي پخوانی لوبغاړی دی اينډي پيک، د افغانستان د کرکيټ د ملي لوبډلې د بالینگ یا توپ اچوني د روزونکي په توگه وگمارل شو. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام ته شپږ اوونۍ پاته دي.

https://p.dw.com/p/1EF3G
انځور: Reuters

اېنډې پېک چې عمر یې ۵۱ کاله دی د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د بالینگ د روزونکي په توگه په وگمارل شو. پېک په لومړۍ درجه لوبو کي شا او خوا ۲۰۰ سیالیو کې لوبیدلی دی او د ۴۹۵ ویکټو په اخیستو سره یې خپل مسلکي فعالیت پای ته ورساوه. پېک د کاناډا او انگلستان د کرکیټ له ادارو سره هم د روزونکي په توگه کار کړی دی.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اېنډي پیک، به په راتلونکې اوونۍ کې په دوبی کې د افغانستان له لوبډلې سره یو ځای شي. د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله په دوبی کې د سکاټلند او آیرلنډ له لوبډلو سره څلور تمریناتي لوبي لري. د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله لا ترمخه د تیري شنبې په ورځ ناوخته د متحدو عربي آماراتو پر لور وخوځیده.

په پام کې ده چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنوري میاشتې پر اتمه نېټه له سکاټلنډ سره وکړي. د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه لوبه بیا د جنوري میاشتې پر لسمه نیټه وشي.

د افغانستان د کرکیټ لوبډله به خپلي پاتي دوې لوبې له آیرلنډ سره وکړي. دغه لوبې به د جنوري میاشتې پر ۱۴ او ۱۷ نېټه وشي. افغان لوبډله دغه تمریناتي لوبې د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه کوي.

اینډي پېک په داسې یوه وخت کې د افغانستان د کرکیټ د ملي لوبډلې د بالینگ روزنه پرغاړه اخلي چې د ۲۰۱۵م کال د کرکیټ نړیوال جام ته یوازي شپږ اوونۍ پاتي دي.

د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام سیالي په آسترالیا او نیوزیلند هیوادونو کې کیږي. افغانستان هم د ۲۰۱۵م کال نړیوال جام ته لار موندلې ده او د نړۍ له پیاوړو لوبډلو سره به سیالۍ وکړي. د نړیوال جام د سیالیو مهال ویش لا تر مخه اعلان شوی دی.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه به د روان میلادي کال د فبروري مياشتي پر ۱۴مه نېټه د نیوزیلنډ او سریلانکا تر منځ په کریست چرچ کې وشي او بله لوبه به د آسترالیا په میلبورن ښار کې د آسترالیا او انگلستان لوبډلو تر منځ وشي. د نړیوال جام سیالیو پای لوبه به هم د میلبورن په لوبغالي کې د مارچ میاشتې پر ۲۹ نېټه تر وشي.

د افغانستان لوبډله په (A) گروپ کې ده. په دغه گروپ کې پر افغانستان سربیره د انگلستان، آسترالیا، سریلانکا، بنگله دیش، نیوزیلند او سکاټلند لوبډلي دي. په پام کې ده چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۸مه نېټه له بنگله دیش سره وکړي. دغه سیالي به د آسترالیا په پلازمېنه کانبیرا کې وي.

د افغانستان کرکیټ بورډ لا تر مخه د نړیوال جام له پاره خپله ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده. په دغو لوبغاړو کې محمد نبي (کپتان)، نوروز منگل، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، افسر ځاځی، نجیب الله ځدراڼ، ناصر جمال، میرویس اشرف، گلبدین نایب، حمید حسن، شاپور ځدراڼ، دولت ځدراڼ، آفتاب عالم، جاوید احمدي او عثمان غني شامل دي.