1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا: افغانستان پخواني حالت ته نه راگرځي

۱۳۹۱ آبان ۱۴, یکشنبه

د ايټاليا لومړی وزير وايي، چي ۲۰۱۴ کال د افغانستان له پاره د بدلون کال دئ، نه و پخواني حالت ته د راگرځېدو. داسي اندېښنې موجودي دي، چي د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره به دغه هيواد له بحران سره مخامخ سي.

https://p.dw.com/p/16caG
انځور: Reuters

افغان ولسمشر حامد کرزي او د ايټاليا لومړی وزير، په افغانستان کي د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو، انتقال پروسې او تر ۲۰۱۴ کال وروسته له دغه هيواد څخه د نړيوال ملاتړ په اړه په کابل کي خبري اتري درلودې.

د ايټاليا لومړي وزير ماريو مونتي، د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نومبر۴) کابل ته سفر وکړ او هلته يې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه خبري کنفرانس کي وويل:«موږ ۲۰۱۴ کال ته سترگي پرلاره يو. دغه کال به په افغانستان کي د بدلون کال وي، نه پخوا ته د راگرځېدو. دا د پرمختگ کال دئ. ايټاليا به هم د نورو هيوادونو تر څنگ خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او دغه هيواد به يوازي پرې نږدي.»

هغه وويل، افغانستان او ايټاليا د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ د مياشتي پر ۶ نېټه باندي د همکاريو ستراتيژيک سند لاسلیک کړ او اوس هغه عملي کيږي. هغه ټينگار وکړ چي د دغه سند له مخي ايټاليا ژمنه ده، چي د افغانستان د پرمختگ او ابادۍ ملاتړې وکړي.

ښاغلي مونتي وويل، چي ايټاليا په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو ملاتړ کوي، او وئې ويل چي په دې اړه ئې له افغان چارواکو سره خبري کړي دي، او دا چي دغه ټاکني به د افغانانو له پاره ډيره ښه راتلونکې ولري.

ايټاليا په افغانستان کي نزدې ۳۵۰۰ سرتيري لري، چي ډيری ئې د دغه هيواد په جنوب لوېديځ هرات ولايت کي مېشته دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي په دغه خبري غونډه کي د ايټاليا هيواد له مرستي څخه مننه وکړه او زياته ئې کړه، چي دغه هيواد تر اوسه پوري څه نا څه ۵۰۰ ميليونه ډالره مرسته ورسره کړې ده، او دواړه هيوادونه له يوې سليزي راهيسي دوستي لري.

د ټاکنو د شکايتونو په کمېسيون کي له بهرنيانو سره مخالفت

افغان ولسمشر حامد کرزي يو وار بيا د ټاکنو د شکايتونو په کمېسيون کي د بهرنيانو له حضور سره پر خپل مخالف ټينگار وکړ او زياته ئې کړه، چي په دغه کمېسيون کي دوو تنو بهرنيانو ته اړيتا نسته.

د ټاکنو کمېسيون او تشکېل په اړه په نوي قانون کي راغلي دي، چي ملگري ملتونه دي د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون ته دوه تنه بهرني غړي معرفي کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل، افغانستان د ملي حاکميت څښتن دئ او د نړۍ د هيڅ هيواد په دولتی څانگو کي بهرنيان حضور نه لري:

«افغانستان هم د نورو هيوادونو په شان هغه پړاو ته رسېدلی دئ، چي ټاکني، او خپل سياسي او ټولينز ژوند پخپله پر مخ بوزي. نو هغو (د ټاکنو د شکايتونو په کمېسيون کي دوو تنو بهرني غړو) ته اړتيا نه سته او ملي حاکميت مو هم اجازه نه راکوي.»

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب