1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا ـ د مهاجرو د ديپورت په شرايطو کي بدلون راځي

۱۳۹۵ دی ۱۲, یکشنبه

ايټالوي چارواکو د مهاجرو د پيژندګلوۍ، د هغو د ديپورت او د توقيف د مرکزونو د رغونې په برخه کې اقدامات زيات کړي دي. د مهاجرت موضوع د ايټاليا د نوي حکومت لپاره تر ټولو مهمه مسئله ده.

https://p.dw.com/p/2V6tD
Italien Flüchtlinge Migranten Sporthalle Unterkunft
انځور: picture-alliance/dpa/A.Di Vincenzo

ايټاليا غواړي په راتلونکې کې د مهاجرو د ديپورټ پر مسئلې مقررات زیات سخت کړي. د بالکان لارو تر بنديدو وروسته اروپا ته تلونکو مهاجر د اوبو له لارې ايټاليا ته ځانونه رسوي.

د ايټاليا حکومت نوي مقررات د هغو مهاجرو په اړه دي کوم چې ايټاليا لخوا رد شوي او باید بيرته له دغه ملک څخه اخراج کړل شي.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزارت چارواکو د شنبې په ورځ وويل په پام کې لري چې د مهاجرو د موجوده څلورو لویو مرکزونو سربيره، ۱۶ نور مرکزونه هم ورغوي.

له دې نه علاوه د ايټاليا د پوليسو مشر فرانکو ګابرييلي خپلو مامورانو ته امر کړی دی چې د هغو مهاجرو د موندلو په اړه دې خپلې هڅې زياتې کړي کوم چې باید له ايټاليا څخه ووځي.

په دې حساب، نوی صدراعظم پاولو جنتيلوني غواړي د پخواني صدراعظم ماتئو رينسي په پرتله په خپل حکومت کې د مهاجرو لپاره شرایط ډیر سخت کړي دی.

په ۲۰۱۵ کال کې له ۲۷ زره مهاجرو څخه غوښتل شوي وو تر څو له ايټاليا څخه ووځي. د اروپا د آمار نيونې ادارې په حواله، په دغه کال کې په واقعي توګه له ۵ زرو څخه لږ مهاجر له ايټاليا څخه وښکل شول.

د ايټاليا ټاپوګان تر ټولو لنډ ځای

په ۲۰۱۶ کال کې ۱۸۱ زره مهاجر د مديترانې سمندرګی له لارې ايټاليا ته ورسيدل چې ساری یې په تيرو وختونو کې نه وو.

د افريقايي مهاجرو لپاره چې اروپا ته راځي، هغو لپاره د اروپا تر ټولو لندې سيمې په مديترانه سمندرګي کې د ايټاليا ټاپوګان دي. دغو ټاپوګانو ته اکثره مهاجر د ليبيا له سواحلو څخه رارونيږي.

له هغه وخته چې د «بالکان مسير» هيوادونو، د لويديځې اروپا پر لور، چې له ټولو مخکې يې آلمان راځي، د تلونکو مهاجرو پر مخ خپلې پولې بندې کړې، د نورو سيمو مهاجر هم هڅې کوي چې له دغو لارو خپل ځانونه د ايټاليا سواحلو ته ورسوي.

مهاجر پر دغو لارو د غير مجهزو قايقونو څخه چې د سمندري سفرونو د استفادې وړ ندي، کار کار اخلي. ډیری وخت دغه قايقونه د سفر پر مهال له کاره لويږي چې له امله يې ګڼ شمير مهاجر په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شوي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):