1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليا هم غواړي له افغانستان سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي

۱۳۹۰ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چي د ايټاليا د دفاع وزير د افغان-روم ستراتيژيك تړون د لاسليكولو غوښتنه كړې ده. سرچينه وايي چي افغان لوري يې هم هرکلی کړی دئ.

https://p.dw.com/p/13Vsp
د افغانستان او ايټاليا د بهرنيو چارو وزيران او د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا پخوانی استازی
د افغانستان او ايټاليا د بهرنيو چارو وزيران او د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا پخوانی استازیانځور: AP

تر دې دمخه افغانستان له يو شمير نورو ملکونو لکه هندوستان سره هم ستراتيژيک تړونون لاسليک كړي او اوس له امريکا سره هم د ورته قرار داد په باب خبري رواني دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه بيانيه چي نن سه شنبه (د ډسمبر۲۰)په کابل کي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته استول شوې وايي، د ايټاليا دفاع وزير د افغانستان په لويديځ كي د خپلو سرتيرو د ليدني پرمهال ويلي چي افغان ځواكونو ته به د امنيتي چارو د ليږد بهير له بشپړيدو وروسته هم دغه هيواد له افغانستان سره اوږدمهالو مرستو ته دوام ور کړي.

په بيانيه كي زياته شوې، د ايټاليا دفاع وزير افغان لوري ته د اوږد مهالو همكاريو د سند لاسليكول وړانديز كړی او د كابل- روم د اړيكو د پراختيا غوښتنه يې كړې ده.

وزارت ويلي چي افغان خارجه وزير زلمي رسول د افغان-روم ستراتيژيک تړون د لاسليکېدو د وړانديز هركلى كړى او هيله لري چي په نزدې راتلونكي كي دا سند تکميل او دواړه هيوادونه يې لاسليک كړي.

افغانستان له هند سره ستراتيژيك تړون لاسليك كړى دئ او تمه كيږي چي له امريكا، برتانيې، فرانسې، ناټو او اروپايي ټولني سره هم دا ډول تړونونه لاسليک كړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي چي د افغان- روم د ستراتيژيكي او اوږدمهالي ملګرتيا د سند خام متن په كابل كي د ايټاليا سفارت افغان لوري ته سپارلى دئ.

ايټاليا په افغانستان کي د ايساف په چوکاټ کي په هرات ولايت کي سرتيري لري.

ايټاليا روان کال په نړيوال سټنډرډ د هرات د هوايي ډګر جوړولو له پاره نزدې۱۸۰ ميليونه ډالره مصرفوي چي د دغي پروژې په تکميل سره به د افغانستان غربي ولايتونه له لوي اقتصادي پرمختگ نه برخه من شي.

دغه هیواد ويلي دي، چي د افغانستان په هرات کي به خپل فعاليتونه د ۲۰۱۴ کال تر پايه سر ته ورسوي خو د نظامي حضور له ختمېدو وروسته به هم له افغانانو سره خپلو ملکي او مشورتي مرستو ته دوام ورکوي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل