1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايټاليې د شمالي افريقا يو شمېر مهاجرو ته موقتي ويزې ورکړي

۱۳۹۰ فروردین ۲۹, دوشنبه

په دې وروستيو دوو مياشتو کښي د شمالي افريقا يو شمېر خلکو د اروپا خواته مخه کړې او ډيری يې د اوبو د لاري ايټاليې ته ځانونه رسولي او هلته نوري اروپا ته د تلو په تمه ناست دي.

https://p.dw.com/p/RIfN
ددي دپاره چي د مهاجرينو د ورتګ مخنيوی يې کړی وي ، فرانسوي خوا خپل هيواد ته د رييلونو ورتګ بند کړی دی.
ددي دپاره چي د مهاجرينو د ورتګ مخنيوی يې کړی وي ، فرانسوي خوا خپل هيواد ته د رييلونو ورتګ بند کړی دی.انځور: picture alliance/dpa

دا د ايټاليايي ښار وينتي ميلي دپاره ډيره سختي ورځي وي .ځکه چي د پناهدګانو ډرامه يوازي نور د ايټالياپه جنوب کښي مهمه موضوع نه ، بلکه پدي منځ کښي ددغه هيواد په شمال لويديز کښي هم يوه مهمه موضوع وه .

د فرانسې سره په سرحد کښي د وينتي ميلي ښار د هيله مندۍ په يوه ښار سره تبديل سوی دی. د تونس په سلهاوو مهاجرينو تر دغه ځايه پوري ځانونه رارسولي دي ، پدې اميد چي په فرانسه او يا نورو هيوادو کښي ژوند وکړي.

ددغه ځای د مهاجرينو کمپ چي څو اونۍ دمخه جوړ سوي ؤ ، ډک سوی دی. په هغه کښي ۱۵۰ تنه ځاييږي خو اوس هغه د ډيرو مهاجرين د ورتګ له کبله کفايت نه کوي.

د تيري شنبې او يکشنبې په ورځو ايټاليايي مقاماتو دغي خبري ته عملي جنبه ورکړې ، چي مهاجرينو ته په مؤقتي ويزې ورکوي ، کم څه چي تر اوسه پوري يې اروپايي ټولني ته د يوه خبرداری حيثيت درلودي.

د۴۰۰ هغو مهاجرينو څخه چي تر اوسه پوري يې عريضي ورکړي دي ، ۱۲۰ تنو يي پر ګلابي کارټو باندي ويزې پلاس راوړي دي. دغه کارټونه د ۶ مياشتو دپاره اعتبار لري او په تيوري کښي سړی کولای سي ، د هغو پواسطه د شينګن د چوکاټ ټولو اروپايي هيوادو ته سفر وکړي.

خو د هغه په مقابل کي فرانسوي مقامات عملأ بل څه کوي. فرانسه ددغو مهاجرينو څخه علاوتاً غواړي په فرانسه کښي د پاته کيدو دپاره پيسې ولري ، او د فرانسې څخه د خپل ژوندانه په خاطر څه ونه غواړي.

ددي دپاره چي د مهاجرينو د ورتګ مخنيوی يې کړی وي ، فرانسوي خوا خپل هيواد ته د رييلونو ورتګ بند کړی دی.

د وينتي ميلي د ښاروال دپاره دا ددواړو هيوادو پر مناسباتو يوه ضربه ده.

پر ويزو سربيره تر اوسه پوري لږ مهاجرين په دې بريالي سوي دي چي د سرحد څخه تير سي. نور ټوله مايوسه او په شک او ترديد کي دي. په همدغه وخت کښي دفعتاً د ايټاليا او فرانسې د بشر د حقوقو فعالينو د مهاجرينو سره يو ځای د فرانسې د قونسلګرۍ مخته چي د سرحد سره نژدي ده ، اعتراضونه وکړل.

امنيتي قواوو فقط دونه وکولاي سول چي د تشدد مخنيوي وکړي. د فرانسې په سرحد کښي د ايټاليا او فرانسې تر منځ ډيپلوماتيکي مناسباتو ته هم تاوان رسيدلی دی. د ايټاليا خارجه وزير فرانکو فراټيني د فرانسې په سرحد کښي د ريلونو له کبله خپل احتجاج ورکړی دی.

کريستوف/ محمد قاسم نوري

کتونکی: نجيب الله زيارمل