1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايکن بيري: د افغانانو له خوښۍ پرته د نظامي اډو جوړولو ته ليواله نه يو

۱۳۸۹ اسفند ۲, دوشنبه

جنرال کارل ايکن بيري تيره ورځ د امريکا په سفارت کي په يوه خبري غونډه کي وويل چي، واشنګټن به د اوږد مهالو پوځي اډو د جوړيدو په صورت کي د سيمي د ملکونو او په خاصه توګه د افغانستان د ګاونډيانو انديښني په پام کي ونيسي.

https://p.dw.com/p/R2hM
په افغانستان کي د امريکا سفير جنرال کارل ايکن بيري
په افغانستان کي د امريکا سفير جنرال کارل ايکن بيريانځور: DW

د دغو اډو د احتمالي جوړيدو د خبر خپريده له مسکوه، تر اسلام آباد، ايران او چين پوري د يو شمير حکومتونو غبرګونونه را پارولي دي.

تهران دغه اډې د سيمي ټيکاو ته زيان رسونکي بولي هغه خبره چي چين، مسکو او اسلام آباد هم ورسره تر ډيره هم نظري دي.

خو په کابل کي د امريکا سفير وايي چي که چيري دغه پوځي قشلې جوړي هم سي نو د افغانستان ګاونډيان دي د خطر احساس نه کوي.

نوموړی وايي چي د امريکا دولت به تر هغه پوري د افغانستان له خلکوسره مرستي وکړي او په دغه سيمه کي به شتون ولري تر څو چي د ترهګرو د خطر ويره موجوده وي.

« د دايمي پوځي اډو د جوړيدو په اړه دومره ويلای سم چي موږ به تر هغه پوري په افغانستان کي شتون ولرو تر څو چي مو د کابل حکومت مرستي ته اړتيا ولري، د دغه شتون لپاره موږ داسي مرکزونو ته اړتيا لرو چي د هغه ځايه خپل پوځي عمليات سمبال کړو، خو زموږ شتون به هيڅ کله هم د افغانستان د ګاونډيانو د انديښنې لامل نسي».

جنرال بيري په دغه خبري غونډه کي همدا راز يو ځل بيا له ترهګرۍ سره په نړيواله جګړه کي خپل دغه شريک هيواد افغانستان ته ډاډ ورکړ، چي ملک به يې له ټولو ديپلوماتيکو چينلونو د دغه هيواد د بيا ودانولو او ټيکاو لپاره کار واخلي.

واشنګتن ژمنه کړي چي سږ کال به له افغان ملي ځواکونو سره خپلي مرستي څو برابره زياتي کړي او خپل هغه شمير اضافي تجهيزات به هم د کورنيو ځواکونو په واک کي پريږدي اوس مهال امريکايي عسکر ځني کار اخلي.

يو شمير افغانان د دغو پوځي قرارګاو جوړيدل يو پر ځاي ګام بولي او استدلال يي دا دي چي په دي کارسره به د ملک په چارو کي د ګاونډيانو له مداخلي مخ نيوی سوي وي، هغه ګاونډيان چي په تيرو درو لسيزو کي يې د خپلو ګټو لپاره افغانستان د زور پالو ډلو د خونړيو سياليو په ډګر بدل کړی و.

په افغانستان کي د امريکا د اوږد مهالو پوځي قشلو د جوړيدو په باب تر اوسه پوري افغان دولت خپل واحد دريځ ندی څرګند کړی.

د حکومت په دننه کي يو شمير کړۍ د امريکا له دغه پلان څخه ملاتړ کوي خوځيني يي بيا شديد مخالفين دي.

ولسمشر حامد کرزی وايي چي د لومړي ځل لپاره د دغو اډو په اړه جمهوري غوښتونکو سناتورانو له ده سره خبري کړي دي، خو تر اوسه پوري يې په دې باب له واشنګټن سره کومه فيصله نده کړې.

حامد کرزي په دې ورستيو کي ويلي وو چي، که چيري حکومت په دغه برخه کي هوکړي ته غاړه کيږدي، دغه هوکړه ليک به د پارلمان، او لويي جرګې تصويب ته هم اړتيا ولري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل