1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اټومي وسلې کمي، خو کواښ يې زيات سوی دی»

آژانسونه/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ خرداد ۲۵, دوشنبه

په سوېډن کي د سولي څېړنيز انستيتيوت (سيپري) د ۲۰۱۵م کال له پاره خپل راپور خپور کړ. د دغه راپور له مخي اوس هم په نړۍ کي تقريبا ۱۶۰۰۰ اټومي وسلې موجودي دي.

https://p.dw.com/p/1FhGs
انځور: Reuters/Host Photo Agency/RIA Novosti

د سولي څېړنيز نړيوال انستيتيوت SIPRI د ۲۰۱۵م کال په راپور کي راغلي دي چي اوس هم په نړۍ کي ۱۵۸۵۰ اټومي وسلې موجودي دي. د ياد انستيتيوت کارپوه شېنن کايل له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي «موږ په عمل کي وينو چي د اټومي وسلو د زېرمو د عصري کولو پروسه روانه ده.»

د ۲۰۱۴کال په پرتله ۵۰۰ اټومي وسلې کمي سوي

د سيپري په راپور کي راغلي دي چي د روان مېلادي کال په پېل کي د تېر کال په پرتله ۵۰۰ اټومي بمونه کم سوي دي. هغه هيوادونه چي اټومي وسلې لري پکښي د امريکا متحد ايالات، روسيه، چين، شمالي کوريا، فرانسه، بريتانيا، اسرائيل، هند او پاکستان شامل دي.

د راپور له مخي د اټومي وسلو د کمښت وجه د امريکا او روسيې له خوا د هغه تړون د عملي کېدو دوام بلل سوی، چي پکښې دواړو خپل ځانونه د اټومي وسلو په کمښت مکلف کړي دي. دغو دواړو هيوادونو د سړې جګړې له پای راهيسي د خپلو وسلو د زېرمو څخه هغه اټومي وسلې ليري کړي دي چي ډېري زړې سوي وې.

د راپور له مخي د اټومي وسلو کمېدل د دې معنی نه لري چي نړۍ تر پخوا زياته خوندي سوې ده. د راپور له مخي اوس هم امريکا، روسيه او نور اټومي قوتونه په لوړه اندازه د خپلو اټومي وسلو پر پروګرامونو پانګوني کوي او د هغوی د عصري کولو پروګرامونه پر مخ بيايي.

په دې توګه سره نو نوي او عصري اټومي وسلې تر پخوانيو ډېري خطرناکه او زيان رسوونکي دي. د دې تر څنګ اټومي قوتونه د هغو توغنديو پر عصري کولو هم کار کوي چي اټومي سرګلولې انتقالولای سي.

چين پر اټومي وسلو زياته پانګونه کوي

د سيپري په وينا نظامي ستر قدرت چين هم د خپلو اټومي زېرمو د عصري او پياوړي کولو له پاره په لوړه اندازه مصارف کوي. د ياد انستيتيوت د راپور له مخي چين د تېر کال په پرتله لس نوي اټومي وسلې جوړي کړي او په دې توګه يې د دغو وسلو شمېر له۲۵۰ څخه ۲۶۰ ته لوړ کړی.

شېنن کايل، په زياته بيا په سويلي آسيا کي د اټومي سيالۍ په اړه اندېښنه لري. د هغه په وينا هند او پاکستان په ډېر کوښښ کوي چي د اټومي وسلو له پاره د اړينو ذروي موادو توليد زيات کړي. کايل زياتوي چي اندېښنه سته چي له همدې کبله به د هند او پاکستان د اټومي وسلو زېرمي په راتلونکو لسو او پنځلسو کالو کي دوه يا حتی درې چنده زياتي سي.

د سيپري د امنيتي چارو کارپوهان وايي چي لويه ستونزه دا ده چي اوس هم د نړۍ ۹ اټومي قوتونه د اټومي وسلو درلودلو ته د امنيتي سياست د يوې اړتيا په توګه ګوري.

د هغوی په وينا بېرؤنکې خبره دا ده چي له اوسني اټومي قوتونو څخه يو هم حتی دې ته نه دی چمتو چي د اټومي وسلو پر له منځه وړلو غور او فکر وکړي.