1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپل شرکت بايد ۱۳ میلیارده مالیات ورکړي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

اروپايي ټولني د اپل شرکت ته د ۱۳ میلیارده ډالرو پاقي پاته مالیاتو ورکولو امر کړی دی. دا د دې ټولنې له خوا د خپل ډول تر ټولو لویه پریکړه ده چې اروپايي ټولنه یې د یوه لوی نړیوال شرکت په اړه کوي.

https://p.dw.com/p/1JsDj
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

امریکایي شرکت اپل باید ایرلند ته ۱۳ میلیارده یورو مالیات ورکړي. د اروپايي ټولنې کمېسیون د سه شنبې په ورځ پریکړه وکړه چې دغه پیسې باید د اپل له خوا د غیر قانوي مالیاتي ګتو منلو، او د پاتو پیسو د قسط، له کبله ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې د سیالي کمیشنرې مارګریتې ویستګر، وویل: «ایرلند اپل ته د مالیاتو په برخه کې غیر قانوني معافیتونه ورکړي چې له کبله دغه شرکت توانیدلی دی چې د کلونو له پاره د نورو شرکتونو په پرته ډیر کم مالیات ورکړي.»

هغې زیاته کړه: «دغه انتخابي چلن د اپل شرکت ته اجازه ورکړې ده چې په ۲۰۰۳م کال کې یو سلنه شرکتي مالیه ورکړي خو بیا په ۲۰۱۴م کال کې د دغه ډول مالیاتو سلنه ۰.۰۰۵ ته رالویدلې ده.»

بروکسل درې کاله وړاندې د هغو مالیاتي معافیتونو په اړه څیړنه پیل کړه چې د ایرلند هیواد یې د اپل شرکت ته ورکوي. تر دې مخکې د نورو لویو امریکایي شرکتونو لکه ستاربکس، مک دونلدس او امازون په اړه هم ورته څیړنې شوې دي.

د اروپايي ټولنې غړي هیوادونه خپل مالیاتي نظام پخپله جوړوي خو د دې ټولنې کمېسیون بیا په دې نظر دی چې د اپل په څیر لویو شرکتونو ته د ایرلند، هالند او لوګزمبورګ په څیر هیوادونو له خوا د مالیاتو په برخه کې انتخابي چلن غیر قانونی دی.

اپل له ۱۹۸۰م کال راهیسې په کورک ښار کې خپل مرکز لري. دغه شرکت په دې مرکز ۵۰۰۰ کسان په کار ګومارلی دی او خپل د نړیوال خرڅلاو بهیر له همدې ځایه کنترولوي.

تمه کیږي چې اپل او ایرلند به د اروپايي کمېسیون د دغې پریکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړه.

د ایرلند د مالیې وزیر مایکل نونان، ویلي دي: «زموږ د مالیاتو سیستم، د قانون د بشپړ عملي کیدو پر بنست جوړ شوی دی.»

په وروستیو وختونو کې اروپايي کمیسیون د لږو مالیاتو موضوع په جدي توګه تر کنترول لاندې نیولې ده.

دې کمیسیون تر دې مخکي امریکایي شرکت ستاربکس او د موټر جوړولو فیات ته امر کړی وو چې هر یو ۳۰ میلیونه یورو د پاتو مالیاتو په توګه ورکړي.