1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپل شرکت کډوالو ته مالي مرستي ټولوي

۱۳۹۴ شهریور ۲۸, شنبه

اپل خپلو مشتريانو ته د کډوالو د کړکېچ په اوج کې د «مالي مرستو» د راټولولو له پاره اسانتيا رامنځ ته کړې ده. د شرکت مشر، ټيم کوُک، ويلي دي چې اپل به خپله هم يوه بسپنه ورکړي څو «هغه سختۍ چې ډېر خلک ورسره مخامخ دي» لږ شي.

https://p.dw.com/p/1GYzr
Apple - Keynote September 2015
انځور: Reuters/B. Diefenbach

د ټکنالوژۍ لوی امريکايي شرکت، اپل، د برېښنايي آسانتياو د چليز سيستم په «اپ ستور» برخه کې داسي يوه تڼۍ رامنځ ته کړې ده چې په کښېکښولو يې د «آي فون» ګرځنده تليفون او «مک بوُک» کمپيوټر کارونکي کولای شي سره صليب ته بسپنه ورکړي.

دا ګام په اروپا کې له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د کډوالو د تر ټولو لوی بحران په درشل کې پورته شوی دی. اپل شرکت د اپ ستور د بسپنو په صفحه کې دغه اعلان پرليکه کړی دی: «له هغو خلکو سره مرسته وکړئ چې د مديترانې په سمندرګي او په اروپا کې د کډوالۍ او مهاجرت له کړکېچ څخه اغېزمن شوي دي په دې چې امريکايي سره صليب ته خپله بسپنه ورولېږئ.»

په دې ترڅ کې د شرکت مشر، ټيم کوُک، د اپل په داخلي اينترانېټ پاڼه کې ليکلي دي چې اپل به يوه «د پام وړ بسپنه» خپله ورکړي څو د هغو آژانسونو ملاتړ وشي چې د کډوالو کړکېچ ته يې اوږه ورکړې ده. کوُک وويل: «اپل د پام وړ بسپنه د دې له پاره ورکوي څو د هغو آژانسونو ملاتړ وشي چې په اروپا او مديترانه سمندرګي کې له کډوالو سره بشري مرستې کوي.»

کوُک دا هم زياته کړه چې د هغوی د کارکوونکو بسپنې به شرکت «دوه چنده» کړي که هغه د سره صليب دغه کمپاين ملګرو ټولنو ته ولېږل شي. کوُک په دې اړه وړاندې وويل: «اپل په ټوله نړۍ کې بشري حقونو ته ژمن دی. موږ هيله لرو چې زموږ دغه هلي ځلي به د خلکو وضعيت لږ څه ښه کړي او هغه سختۍ به لږ څه رفع کړي چې ډېر خلک يې بايد وزغمي.»

څه موده وړاندي، ګوګل شرکت هم ويلي ول چې د کډوالو د کړکېچ په برخه کې به مرسته وکړي. د ګوګل د څرګندونو له مخې دوی غواړي لږ تر لږه ۵،۵ ميليونه امريکايي ډالر (چې۴،۸۶ ميليونه يورو کيږي) د خپلې صفحې له لاري راټولي کړي.

د دغې ويبپاڼې له مخې دغه رقم اوس ۱۰ ميليونو يورو ته (چې ۱۱،۲۸ ميليونه امريکايي ډالره کيږي) ختلی دی. دغه پيسې به «په ټوله نړۍ کې د کډوالو او مهاجرينو له پاره» ولګول شي او په داسې مرستندويه ټولنو لکه بې پولې ډاکترانو، د ژغورنې نړيوالې کميټې، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو پر آژانس باندې به هغه وويشل شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب