1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپل په نړۍ کي د خصوصي کمپنيو د گټي ريکارد مات کړ

AFP,Reuters۱۳۹۳ بهمن ۸, چهارشنبه

د اپل کمپنۍ ویلي دي چې د خپل مالي کال په لومړیو درو میاشتو کې یې ۱۸ میلیارده ډالر گټه کړې ده. دا په درو میاشتو کې د یوې شخصي کمپنۍ له خوا تر اوسه پوري تر ټولو ډیره گټه ده. د نویو ایفونونو خرڅلاو د گټه لوړه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1ERxb
انځور: picture-alliance/dpa

د ایفون اعلان شوې گټه د والستریت یا د امریکا د مالي بازار تر تمي ډیره لوړه وه. په چین کې د دغي کمپنۍ د خرڅلاو۷۰ سلنه لوړیدو د عوایدو په ډېرښت کې ډیره مرسته کړې ده. په دې ترتیب سره د اپل کمپنۍ گټه د تیر کال په پرتله ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

اپل د خپل مالي کال د لومړیو درو میاشتو له پای ته رسیدو سره یعنې د تیر کال د دسمبر میاشتې تر ۲۷مې نیټې پوري ۷۴.۵ میلیونه نوي ایفونونه پلورلي ول. په دې ترتیب سره د ایفون د پلورلو له خوا د ترلاسه شوي گټې کچه له ۲ سلني څخه ۳۹.۳۹ سلنه ته لوړه شوې ده.

د ستندرد او پوري سازمان د کارپوه هاورد سیلور بلت، په حواله اوس د اپل د نغدو پيسو کچه ۱۷۸ میلیارده ډالرو ته رسیدلې ده. په دې ترتیب سره نو اپل د هر امریکايي وگړي له پاره ۵۵۶ ډالره لري.

د اپل د مالي کال د لومړیو درو میاشتو د گټي اعلان، په دې برخه کې پخوانی ریکارد چې د ایکسون مبایل له خوا په ۲۰۱۲م کال کې وو، مات کړی دی. ایکسون مبایل په دې موده کې ۱۵.۹ میلیارده ډالر گټه اعلان کړې وه.

په عین حال کې اپل ویلي دي چې خپل نوی محصول به، چې اپل واچ نومیږي د روان کال په اپریل میاشت کې بازار ته راوباسي. اپل واچ یو ځیرک ساعت دی چې له ایفون سره کار کوي. تمه کیږي چې بازار ته د دې محصول له راوتلو سره به د اپل په گټه کې لا ډیروالی راشي.

له بلي خوا د رویترز خبري آژانس ته د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړی دی چې د اپل کمپنۍ یوه قراردادي «فوکسکان تیکنالوژي گروپ» غواړي چې په چین کې د خپلو کارگرانو شمیر کم کړي.

اپل د تیر کال په سپتمبر میاشت کې خپل نوي گرځنده تلیفونونه بازار ته عرضه کړل. دغو تلیفونونو د اپل د پخوانیو محصولاتو په پرتله لویې هنداري لري او له همدې کبله یې د دې شرکت په خرڅلاو کې بې ساری ډېرښت راوست.