1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اپوزيسيون: د انتخاباتو په پايلو کي بدلون د منلو ندی

۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبه

د ډاکټر عبدالله په مشري د تغيراو اميد ايتلاف خبرداری ورکړی چي که چيري د انتخاباتو د پايلو څيړونکي محکمې د انتخاباتو پايلي لغوه اعلان کړې او يا په هغه کي کوم تغير راولي دا رنګه پريکړه به زموږ ايتلاف ته د منلو وړ نه وي.

https://p.dw.com/p/QmDm
د اپوزيسيون مشر ډاکټر عبدالله عبدالله
د اپوزيسيون مشر ډاکټر عبدالله عبداللهانځور: AP

په انتخاباتو کي د درغليو څيړونکي محکمه چي نوي يي خپل کارونه شروع کړي دي ښايي چي په انتخاباتو کي د درغليو او د پايلو د څرنګوالي په هکله خپل تصميم ونيسي.

ولسمشر کرزي ويلي دي چي هره پريکړه چي د نوموړي محکمې لخوا نيول کيږي بايد ټولي خواو يي ومني.

خو احمد بهزاد د تغير او اميد د ايتلاف غړی بيا وايي د دغه محکمې جوړول او او د انتخاباتو په چارو کي لاسوهنه غير قانوني ده او د نوموړي محکمې پريکړي هم د منلو وړ ندي.

« اوسمهال کومه محکمه چي جوړه سوې ده د افغانستان په هيڅ قانون کي قانوني شکل نه لري او د هغه پريکړي به هم د داخلي سازمانونو او نړيوالي ټولني ته د منلو وړ نه وي.»

د څيړونکو په اند هغه وخت په افغانستان کي د ټاکنو پايلو ته انديښني زياتي سوې چي ګواکي ولسمشرپريکړه کړي چي د انتخاباتو پر خاصي محکمې به فشار اچوي چي د ټاکنو په پيلو کي بدلون راولي.

د خپاره سوو رپوټونو په اساس ولسمشر کرزي د انتخاباتو د وروستيو پايلو تر اعلانولو وړاندي د ملګرو ملتونو د خاص استازي او د انتخاباتو کمېسيون د ريس فضل احمد معنو نه غوښتي وو چي د ټاکنوپه وروستو پايلو کي دي تغير راولي. خو دغه خبره د افغانستان د جمهوري رياست له خوا رده سوي وه.

په داسي حال کي چي د افغانستان د آزاد او عادلانه انتخاباتو فيفا د بنياد مشر جانداد سپين غر وايي چي په هغه صورت کي چي خاصه محکمه يوازي د انتخاباتو جرمي برخه وڅيړي په قانوني توګه څه مشکل به ونه لري.

خو که چيري نوموړې محاکمه داسي فيصلې وکړي چي د هغې په صلاحيت کي نه وي نو د مختلفو خواو تر منځ به مخالفتونه پيدا کړي.

مخکي تر دې د افغانستان لوي څارنوالي ويلي وو چي په انتخاباتو او د رايو په شميرنه کي داسي ډيري درغلۍ وي چي بايد د انتخاباتو پايلي باطل اعلان سوي وای.

سپين غر زياته کړه که چيري د انتخاباتي محکمه کارونه په روښانه اوشفاف ډول د افغانستان ولس او بنيادونو ته معلومات ورکړل سي نو په هغه صورت کي به څه ستونزه نه وي او که چيري تصميمونه په پټ ډول ونيول سي نو ډيري پوښتني به رامنځته کړي.

حسين سيرت/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل